Book Name:Andheri Qabar

قافله كښے وو چه هغه ته په خوب كښے د خوږ آقا مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دىدارِ پُر انوار كولو سعادت حاصل شو. هغه وائي چه زه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نندارو كښے ورك ووم چه د هغوئي مباركو شونډو حركت اوكړو، لكه د رحمت ګلونه چه ترينه رارژيږي او څه داسے ئے اُوفرمائيل: ”څوك چه په مَدَني قَافِله كښے هره ورځ د مَدَني انعاماتو په ذريعه خپله مُحاسَبه كوي، زه به هغوئي ځان سره جَنَّت ته بوځم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

قبر كښے په كار راتلونكي اعمال

      مونږ ته پكار دي چه مونږه په دُنيا كښے د داسے كارونو نه ځان ساتو، كوم چه په قَبْر كښے د مشكلاتو سبب جوړيدے شي، او داسے كارونه اوكړو چه هغه په قبر كښے په كار راشي او آخرت مو هُم ورسره بهتر شي.

      حضرتِ سَيِّدُنا فَقِيه اَبُواللَّيث سمرقندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوك چه د قبر د تنهائي او ويرے نه بچ كيدل غواړي هغه ته پكار دي چه څلور څيزونه اختيار كړي او څلورو څيزونو نه ځان اوساتي، څوك چه داسے كوي هغه به د قبر د تنهائي او ويرے نه بچ شي [اِنْ شَــآءالـلّٰـه]. (تنبیہ الغافلین ، ص ۲۲ملخصاً)

وړومبےعمل مونځ

      هغه څلور څيزونه چه كوم كول دي، په هغے كښے د ټولو نه اَوَّل مونځ دے. د الله پاك خوږ رَسُول، رَسُولِ مقبُول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: الله پاك پينځه مونځونه