Book Name:Andheri Qabar

نه بچ كيدل دي.

      رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: څوك چه خپل ورور ته په څه مُعامَله كښے مشوره وركړي حالانكه هغه ته معلومه وي چه دُرستي[ يعني صحيح كيدل] د دے نه علاوه كښے دي، هغه د هغه سره خيانت اوكړو. (ابوداؤد ، کتاب العلم ، باب کراھیۃ منع العلم ، ۳ / ۴۴۹ ،  حدیث : ۳۶۵۷) يعني كه يو مسلمان چا نه مشوره اوغواړي او مشوره وركوونكے اِرادتاً  غلطه مشوره وركړي د پاره د دے چه مشوره غوښتونكے په مصيبت كښے ګرفتار شي نو داسے مُشِير (يعني مشوره وركوونكے) پوخ خائِن (يعني خيانت كوونكے) دے. (مراۃ المناجیح ، ۱ / ۲۱۲)

      الله پاك دِ مونږه د هر قِسمه خيانت نه په امان كښے اوساتي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

دريم عمل چُغلي

      د قبر د عذاب نه بچ كيدلو د پاره يو عمل د چُغلئ نه بچ كيدل هُم دي.

په خلقو كښے فساد پيدا كولو د پاره د هغوئي خبرے يو  بل ته رَسَوَلو ته چُغلي وائي. (شرح مسلم للنووی ،  کتاب الايمان ، باب بیان غلظ تحریم النمیۃ ، ۲ / ۱۱۲)

      د الله پاك خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: د الله پاك بد بندګان هغه دي كوم چه چُغلي كوي، په دوستانو كښے جُدائي پيدا كوي او د نيكو خلقو عيب لټوي. (مسند احمد ، مسند الشامیین ،  ۶ /  ۲۹۱ ،  حدیث ۱۸۰۲۰) لِـهذا مونږ ته د چُغلئ نه هم ځان ساتل ضرروي دي.

      الله پاك دِ مونږ ته د چُغلئ نه د بچ كيدلو توفيق راكړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم