Book Name:Andheri Qabar

آخِر دُرود شريف سره يو ځل لولئ اِنْ شَآءَالله تَعَالٰى بال بچي به مو د سُنّتو پابند جوړ شي او په كور كښے به مو مَدَني ماحول قايم شي. (دُعا دا ده:) (اَللّٰھُمَّ) رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ اَزْوَاجِنَا وَ ذُرِّیّٰتِنَا قُرَّةَ اَعْیُنٍ وَّ اجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِیْنَ اِمَامًا(۷۴)[1]  (”اَللّٰهُمَّ“ د قرآن د آیت حِصّه نه ده)* او نافرمانه اولاد فرمانبرداره جوړولو د پاره د مقصد د حاصِليدو پورے د سحر [د لـمانځه] نه پس د آسمان طرف ته مخ كوئ او”ياشَهِيدُ“ يووِيشت ځله لولئ. (اوّل آخِر يو يو ځل دُرود شريف لولئ) * د مَدَني اِنعاماتو مطابِق د عمل كولو عادت جوړ كړئ او د كور په كومو كسانو كښے چه څه نرمي محسوسوئ هغوئي ته او كه تاسو پلار ئے نو خپل اولاد ته په نرمئ او حِكمت په مَدَني اِنعاماتو د عمل كولو ترغيب وركوئ، د الله تَعَالٰى په رَحمت به په كور كښے مَدَني اِنقلاب راشي.* په پابندئ سره هره مياشت كم نه كم د درے ورځو مَدَني قافِله كښے عاشِقانِ رَسُول سره د سُنَّتو ډك سفر كوئ او د كور د كسانو د پاره هم دُعا كوئ. په مَدَني قافلو كښے د سفر كولو په بَرَكت په كورونو كښے د مَدَني ماحول جوړيدو ”مَدَني سپرلي“ خوريږي.

      قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (1) د 312 صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ شپاړسمه حصّه او

(2) د 120 صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ هديه کړئ او اولولئ. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه غوره ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښے عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.


 

 



1    مفهوم ترجمۀ كَنزُالاِيمان: اے زمونږه ربه مونږ ته راكړے زمونږه په ښځو او زمونږه په اولاد  كښے د سترګو يخوالے او مونږه د پرهيزګارو اِمام جوړ كړے.