Book Name:Andheri Qabar

فرض كړي دي، څوك چه د دے مونځونو د پاره په بهتره طريقه اودس اوكړي او دا د دے په وخت كښے ادا كړي او د دے رُكُوع او سَجدے، خُشُوع سره پوره كړي نو د الله پاك په ذِمّـۀ كرم دي چه د هغه بخښنه اُوفرمائي. (ابوداؤد  ،  کتا ب الصلوۃ  ،  با ب المحا فظۃ علی وقت الصلوات ، ۱ /  ۱۸۶ ،  حدیث :  ۴۲۵)

دويم عمل صَدَقه وركول

      د قبر تياره په رنړا كښے او د قَبْر ويره په اطمينان كښے بدلولو والا يو بل عمل د الله پاك په لاره كښے صَدَقه كول هُم دي. فرمانِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: اِنَّ الصَّدَقَۃَ لَتُطْفِئُ عَلٰی اَہْلِہَا حَرَّ الْقُبُوْرِ بےشكه صَدَقه وركوونكے خپله صَدَقه د قَبْر د ګرمئ نه بچ كوي وَ اِنَّمَا یَسْتَظِلُّ الْمُؤْمِنُ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ فِیْ ظِلِّ صَدَقَتِہٖ او بے شكه مسلمان به د قيامت په ورځ د خپلے صَدَقے په سوري كښے وي.

(شُعَبُ الايمان ،  باب الزکاة ،  التحریض علی صدقة التطوع ، ۳ / ۲۱۲ ،  حديث : ۳۳۴۷)

دعوتِ اسلامي  ته عطيات وركړئ

      د عاشقانِ رسول مَدَنی تحریک دعوتِ اسلامی د دِین د خدمت د پاره زیات و کم 108 شعبه جاتو كښے مصروفِ عمل دے. په دے سلسله كښے د علمِ دين خورولو د پاره د قرآنِ پاك حافظان جوړولو والا عظيمُ الشّانے مَدرَسةُ الْمَدينه (لِلبنين، لِلبنات)، او عالِم جوړولو والا جامعاتُ الْمَدينه (للبنين، للبنات) او جماتونه ډكولو والا تحريك سره سره د جماتونو جوړولو تحريك د پاره د مجلس خُدّامُ الْـمَساجِد، او سل فیصد اسلامي ”مَدَني چينل شامل دي. ياد ساتئ په دے شُعبه جاتو سالانه كروړونه نه