Book Name:Andheri Qabar

د دُرُود شريف فضيلت

     د دعوتِ اسلامي د اِشاعتي اِدارے مَكْتَبَةُ الْمَدِينه  چاپ شوي د 271 صفحو كتاب آب كوثر“ په صفحه نمبر 201 او 202 كښے د دُرُود شريف د كثرت كوونكي يو عاشقِ رَسُول يو ايمان تازه كوونكے حكايت ليكلے شوے دے، راځئ چه هغه واورو او ايمان تازه كړو! الله پاك دِ مونږه هُم كثرت سره دُرُود شريف وئيونكو كښے شامل كړي.

      د يو مريض ځنكدن وو (يعني رُوح ئے د بدن نه وتلو كښے وو)، د هغه يو دوست د هغه پوښتنے له راغے او تپوس ئے ترينه اوكړو چه: اے دوسته! د ځنكدن د تريخ والي څه حال دے؟ هغه جواب وركړو چه ما ته هيڅ تكليف نه محسوسيږى، ځكه چه ما د عُلَمائےِ كرامو نه اوريدلي دي چه څوك د الله پاك په حبِيب مُحَمَّدِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندے كثرت سره دُرُود وائي، الله پاك هغه ته د مرګ د تريخ والي نه اَمن وركوي.

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! يقيناً هغه ډير خوش نصيبه دي څوك چه په ناسته ولاړه، ګرځيدلو، اُوده كيدلو وخت كښے، راويښيدلو وخت كښے، په اوداسه كښے او بے اودسه هر وخت دُرُود شريف لوَلي. اِنْ شَــآءالـلّٰـه كثرت سره د دُرُود شريف وئيلو سعادت حاصلولو په بَرَكت به د ځنكدن سختے آسانے شي او د قَبْر و آخرت سفر به هم په آسانئ سره تير شي.

      كاش چه زمونږه هُم دا انداز جوړ شي چه.....