Book Name:Andheri Qabar

كړي وه، نن شپه به درته په قَبْر كښے چا ډِيوه بله كړي وي؟ اے بابا جانه! پرون شپه په كور كښے ستا د پاره بستره ما خوره كړي وه، نن شپه به درته په قَبْر كښے چا بستره خوره كړي وي! اے بابا جانه! پرون شپه په كور كښے ما تاسو له لاس او ښپے زور كړي وو، نن شپه به په قَبْر كښے تاسو له لاس او ښپے چا زور كړي وي! اے بابا جانه! پرون شپه په كور كښے ما په تاسو اوبه څښلي وے نن شپه چه په قَبْر كښے تاسو تږي شوي ئے او اوبه به مو غوښتي وي نو چا به درله اوبه راوړي وي! اے بابا جانه! پرون شپه خو په تاسو ما څادر خور كړے وو نن شپه به درباندے چا خور كړے وي؟ اے بابا جانه! پرون شپه په كور كښے ما ستاسو د مخ نه خوَلے اوچے كړي وے نن شپه به درله په قَبْر كښے چا اوچے كړي وي؟ اے بابا جانه! د پرونئ شپے پورے به چه كله تاسو زه رابلَلم نو زه به راتلمه، نن شپه به په قَبْر كښے تاسو څوك رابللے وي او ستاسو په غږ به څوك راغلے وي؟ اے بابا جانه! پرون شپه چه تاسو اوږي شوي وئ نو ما درته خوراك دركړے وو، نن شپه چه به تاسو په قَبْر كښے اوږي شوي ئے نو خوراك به چا دركړے وي؟ اے بابا جانه! د پرونئ شپے پورے خو به ما ستاسو د پاره د قِسم قِسم خوراكونه پخول نن د قَبْر په وړومبئ شپه به درله چا پوخ كړے وي!

    حضرتِ سَيِّدُنا حَسَن بصرى رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه چه د هغه غمژنے او درد مَندے ماشومے د درد نه ډكے خبرے واوريدلے نو په ژړا شو او نِزدے ورغلو او ورته ئے اوفرمائيل: اے لورے! داسے نه بلكه داسے اووايه چه: اے بابا جانه! د خخولو په وخت كښے خلقو ستاسو مخ قبلے ته اړولے وو، آيا تاسو اوس هم په هغه حال ئے يا مو مخ بل طرف ته اووښتے دے؟ اے بابا جانه! تاسو ته د خخيدو نه مخكښے صفا سُتره كفن