Book Name:Andheri Qabar

توره تِياره قبرپه دے بيان كښے به مونږه د مرګ د راتلو او د هغے نه پس په قَبْر كښے پيښيدونكو اُمورو مُتَعَلِّق اورو. ټول بيان په پوره تَوجُّه سره د اوريدو نِيَّت اوكړئ.

د وړے ماشومے فرياد

      جليلُ القدر تابِعي بزرګ حضرتِ سَيِّدُنا حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل كور مخے ته ناست وو چه په هغه ځائے يوه جنازه تيره شوه، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هُم پاڅيدلو او جنازے پسے روستو روان شو. جنازے نه لاندے يوه وړه ماشومه روانه په چغو چغو ژاړي او هغے دا وئيل چه: اے باباجانه! نن په ما هغه وخت راغے چه مخكښے راباندے كله هُم نه وو راغلے. حضرتِ سَيِّدُنا حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چه كله دا د غم نه ډك آواز واوريدلو نو زړه ئے بےقراره شو او د سترګو نه ئے اوښكے روانے شوے، او د هغه يتيمے غمژنے ماشومے په سر ئے د شَفقت [يعني مهربانئ] لاس راښكلو او اوئے فرمائيل چه: بچئ! په تا نه بلكه ستا په مرحوم باباجان هغه وخت راغلے دے چه مخكښے پرے كله هُم نه وو راغلے. صبا له هغوئي هغه ماشومه اوليدله چه اديرے [يعني مُقبرے] طرف ته روانه ده او اوښكے ئے بهيږي. حضرتِ سَيِّدُنا حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هُم د عبرت حاصلولو د پاره په هغے پسے شا ته روان شولو. هغه ماشومه چه اديرے ته اورسيدله نو د خپل مرحوم پلار په قبر پريوتله. حضرتِ سَيِّدُنا حَسَن بصرى رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه د بوټو د جاخو شا ته پټ شو. ماشومے خپل مخ په خاورو كيښودو او په ژړا ژړا ئے وئيل: اے بابا جانه! تاسو به په تِيارو كښے د ډيوے او خِدمتګار نه بغير د قَبْر وړومبئ شپه څنګه تيره كړي وي؟ اے بابا جانه! پرون شپه خو تاسو ته ما ډيوه بله