Book Name:Rajab Ka Mahena Kesy Guzarain

هيڅ ركاوټ نشته. ([1])

     د دے بيان شوے واقعے نه دا هُم معلومه شوه چه د رَجَبُ الْمُرَجَّب مياشت د دُعاګانو د قبليدو د پاره ډير اهميت لري څنګه چه د تاريخِ اِبنِ عَساكِر په يو اوږد روايت كښے دي چه: په زمانه جاهليت كښے به هم خلقو د دے مياشتے تعظيم كولو، په هغوئي باندے به چه كوم ظُلمونه شوي وو د هغے خلاف به ئے [په نورو مياشتو كښے] هيڅ ښيرے نه كولے خو چه د رَجَبُ الْمُرَجَّب مياشت به راغله نو د ظالم خلاف به ئے دُعا كوله او د هغوئي هغه دُعا به قبوله شوه. ([2])

     حضرت امام زكريا قزويني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او شارِحِ بُخاري حضرت امام قَسطلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان كوي چه په ډيرو احاديثو كښے د رَجَبُ الْمُرَجَّب د مياشتے عظمت او شان راغلے دے په دے كښے عبادتونه هُم قبليږي او دُعاګانے پكښے هُم قبليږي، په زمانه جاهليت كښے به چه يو مظلوم كس ظالم ته ښيرے كول غوښتل نو خپله اراده به ئے د رَجَب د مياشتے پورے وروسته كړله  او د رَجَب په راتلو به ئے چه د ظالم  خلاف دُعا اوكړله نو هغه دُعـا به قبليدله. ([3])

 د دُعا د قبليدو پينځه اهمے شپے

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دُعا په قبليدو كښے پينځه شپے ډير اَهَمِّيَّت لري څنګه چه حضرتِ سَيِّدُنا عبدُ الله بن عمر رَضِیَ الله عَنْهما فرمائي: پينځه شپے داسے دي چه په هغے كښے دُعا نه رَد كيږي: (1) د جُمُعے شپه (2) د رَجَب وړومبنئ شپه (3) د پينځلسم شعبان شپه يعني شبِ براءت (4) د د وړوكي



[1]   بخاری، کتاب المظالم و الغصب، باب الاتقاء و الحذر۔۔۔الخ،2/128،حدیث:2448 

[2]   تاريخ  ابن عساکر،45/81 

[3]   عجائب المخلوقات،ص69۔لوامع الانوار،الباب الثالث۔۔۔الخ،الدعاء فی شہر رجب، ص260 مفہوماً