Book Name:Rajab Ka Mahena Kesy Guzarain

          حضرت سیِّدُنا ابنِ عباس رَضِیَ الله عَنْهما فرمائي چه الله پاك په هغه دولسو مياشتو كښے څلورو مياشتو ته خصوصيت وركړے دے او د هغو حُرمت ته ئے عظمت وركړے دے او په هغه مياشتو كښے ئے ګناه، ګناهِ عظيم قرار كړي دي. ([1])

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه چه حُرمت والؤ مياشتو كښے ګناه كول عظيمه ګناه ده، او په هغه حُرمت والؤ مياشتو كښے د رجب مياشت هُم شامله ده، نو مونږ ته هُم پكار دي چه هميشه د ګناهونو نه ځان ساتو او بيا دے مياشتو كښے خو خاص طور ځان د ګناهونو نه بچ ساتو. راځئ چه! د دے مياشتے د احترام كولو او په دے كښے د ګناهونو د بچ كيدلو په بَرَكتونو مشتمل يو حكايت واورو:

د رَجَب  احترام او د هغے انعام

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   په خپل مايه ناز تاليف فيضانِ سُنَّت (جلد اوَّل) صفحه 1355 كښے يو حكايت بيانوي چه د حضرت سَيِّدُنا عِيسٰى رُوحُ الله عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام د وخت واقعه ده چه يو سړے د ډيرے مودے نه په يوه ښځه عاشِق وو. يو ځل هغه په خپله محبوبه باندے قابو اوموندله، د خلقو ګنړه ئے چه اوليدله نو اندازه ئے اولګوله چه هغوئي مياشت ګوري. هغه د هغه ښځے نه تپوس اوكړو چه خلق د كومے مياشتے سپوږمئ ګوري؟ هغے جواب وركړو: ”د رَجَب.“ هغه حالانكه كافِر وو خو چه د رَجَب شريف نوم ئے واوريدو نو د ادب په وجه فوراً جُدا شو او د ” ګنده كار“ نه منع شو. حضرت سَيِّدُنا عِيسٰى رُوحُ الله عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ته حكم اوشو چه: زمونږه فلانكي بنده سره مُلاقات اوكړه. هغوئي عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام تشريف يوړلو او د الله تعالٰى حكم او د خپل تشريف راوړلو وجه ئے ورته بيان كړه. دا ئے چه څنګه واوريدل نو د هغه زړه د اسلام په رنړا روښانه شو او اِسلام ئے قبول كړو. (اَنِيسُ الوَاعِظِين ص١٧٧)

 



[1]   تفسیر ابن ابی حاتم،التوبۃ،تحت الآیۃ:36، 5/46، رقم:10337۔

           تفسیر طبری، التوبۃ، تحت الآیۃ: 36، 6/366، رقم :16711