Book Name:Rajab Ka Mahena Kesy Guzarain

جامِعاتُ الْمَدينه او مَدارِسُ الْمَدينه د ټولو قاري صاحِبانو، اُستاذانو، ناظِمانو او طالب عِلمانو په خِدمتونو كښے زما ډير زيات مَدَني عرض دے چه برائے كرم! (زما په ژوند هم او زما د مرګ نه پس هم) په زكوٰاة، فِطره، د قُربانئ څرمنے او په نورو مَدَني عطياتو [يعني چنده]  جمع كولو كښے پوره پوره حصّه اخلئ. (اسلامي خويندے دِ نورو اِسلامي خويندو او مَحارِمو ته د مَدَني عطياتو ترغِيب وركوي) قسم په خدائے! زه چه د هغه استاذانو او طالبِ عِلمانو په باره كښے واورم نو ډير خوشحاليږم كومو چه خپل كلي يا ښار ته د تللو د خواهِش قرباني وركړي وي او  رَمَضانُ الْمُبارَك په خپلو جامِعاتو كښے تيروي او د خپل مجلِس د هدايت مُطابِق د مَدَني عطياتو په بَستو [يعني د چندے سټالونو] باندے ذمه واري سنبالوي. الله پاك دِ مونږ ته د عمل كولو توفيق رانصيب كړي. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن  صَلَّی الـلّٰـہُ عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّم

په اجتماعِ خواجه غريب نواز كښے د شركت كولو نِيَّت

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   د مكتوب خلاصه مونږه واوريدله، الله دِ اوكړي چه د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   د دے ارشاداتو مطابق مونږه هم د څه نه څه نفلي روژو نيولو سعادت حاصل كړو، او مدني عطيات (يعني چنده/ فنډ) جمع كولو د پاره ښه ډير ډير كوشش كوونكو كښے شامل شو.

     اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ د رجب شريف په شپږم تاريخ د خواجۀ خواجګان، سُلطانُ الْـهِنْد حضرت خواجه مُعينُ الدين چشتي اجميري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عُرس اهتمام كيږي، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ  د دعوتِ اسلامي په مدني ماحول كښے په ټوله دُنيا كښے په دے موقع په اهتمام سره د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ايصالِ ثواب د پاره قرآن خواني، مدني قافِلو كښے سفر او محفل نعت منعقد كىږي، چه مونږه ورته ”اجتماعِ خواجه غريبِ نواز“ هم وايو.  په دے كښے د شريك كيدو نيت اوكړئ. په 27 رجب هم د