Book Name:Rajab Ka Mahena Kesy Guzarain
عارف بِالله شىخ ضياءُ الدين عبدُ العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بعضے علماء نه نقل كوي: چه د جاهليت په دور كښے به خلقو (د رجب په مياشت كښے) نيزے پټے كيښودے او جنګ به ئے نه كولو نو مسلمانان په دے كښے د خپلو ژبو حفاظت ولے نه كوي او د بے حُرمتئ نه ولے نه منع كيږي. بيشكه بعضے وخت ژبه د تُورے او نيزے د پَل نه زياته نقصان وركوي. ([1])
په ماهِ رَجَب كښے فيضانِ رَحــمت
حضرتِ سَيِّدُنا امام محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او حضرتِ سَيِّدُنا شيخ شهابُ الدِّين احمد بن حِجازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د رَجَبُ الْمُرَجَّب په باره كښے فرمائي: دے ته اَلاَصَب (يعني تيز بَهيدل) هم وائي ځكه چه په دے مُباركه مياشت كښے په توبه كوونكو باندے د رحمتونو رابهيدل تيز شي او په عِبادت كوونكو باندے د قبُولِيَّت د اَنوارو بركتونه كيږي. ([2])
د اَصَم او اصب نه علاوه د دے مياشتے نور نومونه هُم دي. چنانچه په لطائفُ الْمَعارِف كښے د دے 17 نومونه ذكر كړے شوي دي. ([3]) لكه :شَھْرُ اللہ، مُنْصِلُ الْاَسِنَّۃ، اَلْاَصَبَّ،مُطَہِّر، مُعَلّٰی وغیرہ او حضرت امام ابو الخطاب عمر بن حسن ابنِ دَحيه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دوو نورو نومونو اضافه كړي ده. ([4])
حضرت علامه يوسف بن عبدُ الهادي حَنبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د رجب مياشت د خير او بركت كُنجي ده. حضرت ابوبكر ورَّاق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: رَجَبُ