Book Name:Rajab Ka Mahena Kesy Guzarain

زر راتلونكي ده. په دے مُباركه مياشت كښے د عِبادت تُخم كرلے كيږي، په شَعْبانُ الْمُعَظَّم كښے د پښيمانئ په اوښكو د هغے اوبه خوَر كولے [يعني د اُوښكو اوبه وركولے] كيږي او د  رَمَضانُ الْمُبارَك په مياشت كښے د رحمت فصل ريبلے كيږي.

د دريو مياشتو روژے

     د رَجَبُ الْمُرَجَّب قدردانو! كه په تَعلِيم و تَعَلُّم (يعني سبق وئيلو او ښودلو) او حلال كسب كښے مو څه رُكاوټ نه راځي، مور او پلار مو بے وجهے نه منع كوي او د چا څه حق تَلَفي هُم نه كيږي نو زر زر او ډير زر مسلسل د درے مياشتو يا د  رَمَضانُ الْمُبارَك د فرضو روژو سره د چا نه چه څومره كيدے شي د هغه هُمره نفلي روژو د پاره ملا اوتړئ، په پيشمني او روژه ماتي كښے د كم خوراك په ذريعه د خيټے قُفلِ مدينه هم اولګوئ. كاش! چه په هر كور كښے او زما په ټولو مَدارِسُ المَدينه او ټولو جامِعاتُ المَدينه كښے د روژو سپرلي راشي، بس د وړومبي رَجَب نه روژے نيول شروع كړئ.

د رَجَب د وړومبو دريو روژو فضيلت

     د رَجَب شريف د وړومبو درے ورځو د روژو د فضائِلو به څه وائے! د حضرت سَيِّدُنا عَبدُالله اِبنِ عَبَّاس رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهُمَا نه رِوايت دے چه: د سركارِ مَدينه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: ”د رَجَب د وړومبئ ورځے روژه د دريو كالو كَفَّاره ده او د دويمے ورځے روژه د دوو كالو او د دريمے ورځے د يو كال كَفَّاره ده، بيا د هرے ورځے روژه د يوے مياشتے كَفَّاره ده.“  ([1])

 



[1]    جامع صغیر ،ص۳۱۱ ،حدیث: ۵۰۵۱