Book Name:Rajab Ka Mahena Kesy Guzarain

كښے سفر اوكړو، صدائے مدينه اولګوو، مَدَني مُذاكرو كښے شركت اوكړو، هفته واره د سُنَّتو ډكه اِجتِماع كښے د شروع نه تر آخرے پورے شركت اوكړو، جمات كښے درس وركړو يا ئے واورو، چوك درس وركړو يا ئے وارو. غرض دا چه! دا ټول د نيكئ كارونه دي، مونږ ته پكار ده چه د رجب پوره مياشت بلكه ټول عُمر په هُم دے كارونو كښے د تيرولو كوشش اوكړو.

  د رَجَب روژے اونيسئ!

      د رَجَب د رحمتونو او بركتونو حاصلولو يوه طريقه دا هُم ده چه په دے كښے ډيرے ډيرے روژے اونيولے شي، ځكه چه د رَجَب په مياشت كښے د روژو نيولو هم ډير زيات فضائل دي، راځئ چه! د رَجَب د روژو نيولو په فضائلو مشتمل دوه حديثونه واورو:

 (١) د حضرت سَيِّدُنا انس بن مالِك رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ نه رِوايت دے چه رسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: په جَنَّت كښے يو نهر دے چه هغے ته ”رَجَب“ وائي هغه د پئيو [يعني شودو] نه زيات سپين او د شهدو [يعني ګبين] نه زيات خوږ دے، چه څوك د رَجَب يوه روژه اونيسي الله تعالٰى به د هغه نهر نه هغه موړ كړي.“ (شُعَبُ الْاِیمان ج ۳ ص۳۶۷ حدیث۳۸۰۰)

 (٢) تابِعي بُزُرګ حضرت سَيِّدُنا ابو قِلابه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ”د رَجَب د روژه دارو د پاره په جَنَّت كښے يو مَحَل دے.“  (ایضاً  ج۳ ص۳۶۸ حدیث۳۸۰۲)

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه چه په رَجَب كښے د روژو نيولو ډير اجر دے. مونږ له پكار دي چه مونږه هم روژے اونيسو او د دے مياشتے بركتونه حاصل كړو.

د اِستِغفار كثرت كوئ!

     د رجب د بركتونو حاصلولو يوه ذريعه دا هم ده چه په دے مباركه مياشت كښے زيات اِستِغفار اوكړے شي. د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: