Book Name:Rajab Ka Mahena Kesy Guzarain

دعوتِ اسلامي زيرِ اِهتِمام اجتماعِ معراج كښے پخپله هم شركت اوكړئ او نورو ته هم د شريك كيدو دعوت وركړئ او د دعوتِ اسلامي مدني ماحول سره هر وخت خپل تَعَلُّق مضبوط ساتئ.

د قرآن ټيچر اَيپ تعارُف

            اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه ستاسو خوږ مَدَني تحريك دعوتِ اسلامي په ټوله دُنيا كښے د تبليغِ دين د پاره د 107 نه زياتو شُعبو په ذريعه د دِين په خدمت كښے مصروفِ عمل دے. د دعوتِ اسلامي مجلس آئي.ټى دQuran Teacher [قرآن ټيچر] په نوم موبائل ايپلي كيشن لاؤنچ كړے دے. د دے په ذريعه تاسو د 30 نه زياتو ديني كورسونو كښے داخله اخستلو سره سره د خپلے داخلے اسټيټس هم چيك كولے شئ. نور دا چه د كورسونو مختصر تعارُف، خپل رجسټريشن كولو نه پس د خپل كلاس د سرګرميانو معلومات، د كورسونو متعلق تفصيلات او د مدرسةُ المَدينه آن لائن اَپ ډيټس هم حاصلولے شئ. نو زر تر زره په خپل موبائل كښے دا اَيپ انسټال كړئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّ

د قَبْر و دفن مَدَنی ګلونه

                خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چه د قَبْر او دفن [يعني د مړي خخولو] باره كښے يو څو مَدَنـي ګُلونه د اوريدو سعادت حاصل كړو ٭ يو قَبْر كښے يو نه زيات مړي بے ضرورته خخول جائز نه دي او كه ضرورت وي نو بيا داسے كولے شئ. (بهارشريعت ١/٨٤٦، عالمګيرى ١/١٦٦) ٭ جنازه د قَبْر نه قبلے طرف ته ايښودل مُسْتَحَب دي چه مړے د قبلے طرف نه قَبْر ته كوز كړے شي. د قَبْر كُوز طرف [يعني ښپو طرف] ته ئے مه ګږدئ او د سر طرف ئے [خخولو وخت كښے] مه مخكښے كوئ. (  بہارِ شریعت  ،١/ ٨٤٤)  ٭د ضرورت مطابق دِ دوه يا درے او بهتره دا ده چه قوي او نيك سړي قَبْر ته كوز شي. ٭زنانه مړے دِ د هغے محارِم