Book Name:Rajab Ka Mahena Kesy Guzarain

     حضرت سَيِّدُنا ابوبَكره رَضِیَ الله عَنْه بيان فرمائي: خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حجَّۃُ الوَداع په موقع خطبه وركړه، د خطبے په دوران كښے ئے ارشاد اوفرمائيلو: زمانه په خپل هُم هغه هَيْئَت [يعني حالت] باندے ګردش كوي په كوم [هَيْئَت] چه زمكه او آسمانونه پيدا كړے شوي وو، په كال كښے دولس مياشتے دي چه په هغو كښے څلور حُرمت والا دي، درے پرله پسے ذُو الْقَعْدَۃ ،ذُو الْحجَّۃ [او] مُحَرَّم او د قبيلۀ مُضَر والؤ رَجَب كومه چه د جُمادَی  الْاُخْریٰ  او شَعبان په مينځ كښے ده. ([1])

      د دے حدیثِ پاك په شَرح كښے رجب ”قبيلۀ مُضَر“ طرف ته د منسوب کولو  وجه داسے ذِكر كړے شوي ده چه: يو قول دا دے چه: قبيله مُضَر والؤ به د رَجَبُ الْمُرَجَّب ډير زيات عزت و تعظيم كولو. دويم قول دا دے چه: قبيلۀ رَبِيعه والؤ به  رَمَضانُ الْمُبارَك د حُرمت په مياشتو كښے شميرله او قبيلۀ مُضَر والؤ به رَجَبُ الْمُرَجَّب د حرمت مياشت ګنړله، ځكه نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے ته ”د قبيلۀ مُضَر والؤ رجب نوم وركړو او د مُضَر والؤ د تَعَـيُّن صحيح كيدل ئے په خپل دے فرمان ”كومه چه د جُمادَی  الْاُخْریٰ  او شَعبان په مينځ كښے ده “ كښے ښكاره كړو. ([2])  

د حرمت والؤ مياشتو كښے د ګناهونو نه خصوصي منع كول

      د حُرمت د مياشتو په باره كښے چه كوم آيتِ مبارَكه ذِكر كړے شوے دے، د هغے لاندے په تفاسيرو كښے دي چه په هغه آيتِ مبارَكه كښے چه د كوم ظُلم نه منع راغلي ده د هغه ظُلم نه مراد د الله پاك د نافرمانئ والا كارونه كول، او د هغه د فرمانبردارئ والا كارونه پريښودل دي. ([3])

 



[1]   بخاری، کتاب بدء الخلق، باب ما جاء فی سبع ارضین،2/376، حـدیث:3197

[2]    لطائف المعارف، ص  132

[3]   درمنثور،التوبۃ،تحت الآیۃ:36،4/187۔تفسیرطبری،التوبۃ،تحت الآیۃ:36،6/365،  رقم:16710۔