Book Name:Rajab Ka Mahena Kesy Guzarain

مور هغه جامے ئے راواخستے چه دا هم ورسره په قبر كښے خخے كړي، هغه لاړو او د مور قبر ئے اوكنستو خو په قبر كښے هيڅ هُم نه وو [يعني مور ئے په قَبْر كښے نه وه]، هغه ډير زيات حيران شو  بيا ئے دا غږ  واوريدو: آيا تا ته معلوم نه دي چه چا په رجب كښے زمونږه اطاعت كړے دے، مونږه هغه يواځے نه پريږدو. ([1])

په رَجَبُ الْمُرَجَّب كښے دُعائے نَبَـوِي

     حضرتِ سَيِّدُنا اَنَـس بن مالِك رَضِیَ الله عَنْه  فرمائي: چه د رَجَبُ الْمُرَجَّب مياشت به راغله نو  نَبِىِّ اكرَم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به دا دُعا كوله: اَللّٰھُمَّ بَارِكْ لَنَا فِی رَجَبٍ وَّشَعْبَانَ وَبَلِّغْنَارَمَضَانَ ([2]) ترجمه: اے الله عَزَّوَجَلَّ! ته زمونږه د پاره په رَجَب او شَعبان كښے بَرَكتونه واچوے او مونږ ته رَمَضان نصيب كړے.

            مُفسّرِ قرآن، مُفتی احمد یار خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دے حديثِ پاك په شرح كښے فرمائي: صوفيائے كرام عَلَيْهِمُ الرَّحمة فرمائي: چه رَجَبُ الْمُرَجَّب د تُخم كَرَلو مياشت ده، شَعْبانُ الْمُعَظَّم د اُوبه خوَر مياشت ده او  رَمَضانُ الْمُبارَك  د فَصل پريك كولو [مياشت ده] چه په رجب كښے په نوافلو كښے ښه كوشش اوكړئ، په شعبان كښے په خپلو ګناهونو باندے اوژاړئ او په رَمَضان كښے ربّ تعالٰى راضي كړئ او دا پټے په خير سره اوريبئ، د هغوئي د دے قول ماخذ دا (بيان شوے) حديث دے يعني په رجب كښے زمونږ په عبادتونو كښے بركت راكړے او په شعبان كښے خشوع او خضوع راكړے، او رمَضَان رانصيب كړے او په دے كښے روژے نيول او قيام كول رانصيب كړے. ([3])

 



[1]   مکاشفۃ القلوب،الباب المتمم للمائۃ فی  فضائل رجب،ص302۔ تحفۃ الاخوان  ،ص 11 

[2]    معجم اوسط،من اسمہ علی ،3/85 ،حدیث:3939۔ لوامع الانوار،الباب الثالث فی اذکار۔۔۔الخ، الدعاء فی شہر رجب، ص260

[3]   مراٰ ۃ المناجیح،2/330 بتغیر