Book Name:Rajab Ka Mahena Kesy Guzarain

هفته ”مَدَني مُذاكره ضرور د كتلو كوشش كوو او نورو اِسلامي ورونړو ته به هُم د مَدَني مُذاكرے كتلو دعوت وركوو اِنْ شَــآءالـلّٰـه. ......

      د هفته وارے مَدَني مُذاكرے نه علاوه مختلفو موقعو باندے هُم د مَدَني مُذاكرو سلسله كيږي، مَثَلًا د مُحَرَّمُ الْحَرَام لس مَدَني مُذاكرے، د رَبِيعُ الْاَوَّل (يعني د دولسمے شريفے) د مياشتے دولس مَدَني مُذاكرے، د رَبِيعُ الْآخِر (يعني د يوولسمے شريفے) د مياشتے 11 مَدَني مُذاكرے، د  رَمَضانُ الْمُبارَك په مياشت كښے هره ورځ دوه مَدَني مُذاكرے، د ذُوالْحِجَّۃِ الْحَرام د مياشتے 10 مَدَني مُذاكرے، د رَجَبُ الْمُرَجَّب د مياشتے شپږ مَدَني مُذاكرے وغيره. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د دے مياشتے [يعني د رجب د مياشتے] وړومبو شپږو ورځو كښے به د ماسخُتن د لـمانځه نه پس په مَدَني چَينل باندے د اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه مقبُولِ عام سِلسِله مَدَني مُذاكَره براهِ راست نشر كيږي. چه په هغے كښے اميرِ اَهلِسُنَّت حضرت علّامه، مَولانا، ابُو بِلال محمّد اِلياس عطّار قادِري، رَضَوي دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د سوالاتو د جواباتو وركولو په ذريعه د ژوند د هرے شُعبے مُتَعَلِّق رهنمائي كوي. ټول عاشِقانِ رَسُول پخپله هُم د دے مَدَني مُذاكَرو د كتلو او اوريدلو نِيَّت اوكړئ او نورو ته هُم د دے ترغيب وركړئ.

د مَدَني مُذاكرے بَرَكت

  ٭ د حيدر آباد (سندھ) د علاقے پهُلَيلي پار اوسيدونكي يو اسلامي ورور چه د دعوتِ اسلامي  مَدَني ماحول كښے د شامليدو نه مخكښے هغه په ګناهونو كښے اخته وو هغه   هره ورځ د يوے مَدَني مُذاكرے سعادت حاصلول شروع كړو  ٭ د مَدَني مُذاكرو په بَرَكت د هغه په زړه كښے ورځ په ورځ د ګناهونو نه نفرت پيدا كيدل، او د نيكو سره مَحبَّت پيدا كيدل شروع شو. ٭ د مَدَني مُذاكرو په بَرَكت د هغه په كِردار او د ژوند په انداز كښے تبديلي راتلل شروع شو. ٭ د مَدَني مُذاكرو په بَرَكت ئے په سُنَّتو باندے د عمل جذبه پيدا شوه ٭ د مَدَني مُذاكرو په بَرَكت ئے په زړه كښے د مَدَني كارونو كولو شوق هُم پيدا شو.