Book Name:Rajab Ka Mahena Kesy Guzarain

مياشت ده او رمضان زما د اُمّتیانو مياشت ده. ([1])

هسے خو هره مياشت د الله پاك مياشت ده، خو په حديثونو كښے خاص طور رجب ته د الله پاك مياشت ولے وئيلے شوي ده، د دے حكمت علامه عبدُ الرؤف مناوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه داسے بيان كړے دے چه: ماهِ رجب الله پاك طرف ته منسوب كول د دے مياشتے په شرافت و عظمت باندے دلالت كوي. ([2])

شیخ شِهابُ الدّین احمد بن حِجازی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دے حديثِ پاك ذِكر كولو نه پس فرمائي: حرمت والا درے مياشتے (ذُو الْقَعْدَۃ ،ذُو الْحجَّۃ او مُحَرَّم) خو پرله پسے دي او يوه مياشت يواځے ده، هغه د رجب مياشت ده. صوفيائے كرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم فرمائي: بيشكه الله يواځے دے او د الله پاك مياشت هم يواځے ده، لِهٰذا الله پاك سره محبت كوونكو ته پكار دي چه هغوئي خپل محبت د يواځے سره اوساتي چه په دُنيا كښے په هغه كښے د يواځے [يعني د الله] د عبادت صلاحيت پيدا شي او د آخرت د پاره پكښے د يواځے [يعني د الله] د ديدار قابليت پيدا شي. ([3])

دولسو مدني كارونو كښے يو مَدَني كار ”مَدَني مُذاكَره

       ياد ساتئ! د ذيلي حلقے دولسو مَدَني كارونو كښے يو مَدَني كار ”هفته واره مَدَني مُذاكَره هُم ده. د دے مَدَني كار بيشميره دِيني او دُنياوي فائدے هُم دي، ٭ د مَدَني مُذاكرے په بَرَكت ګناهونو نه د بچ كيدلو ذِهن جوړيږي ٭ د مَدَني مُذاكرے په بَرَكت عِلمِ دِين حاصليږي ٭ د مَدَني مُذاكرے په بَرَكت ديني معلوماتو سره سره اخلاقي تربِيَّت هُم نصيب كيږي. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! ډيرو اسلامي ورونړو د مَدَني مُذاكرے په بَرَكت د ګناهونو نه توبه كړي ده. راځئ چه نِيَّت اوكړو چه مونږه به هم هره



[1]   مسند الفردوس، باب الراء،2/275،حدیث:3276

[2]   فیض القدیر، حرف الراء، 4/24،تحت الحدیث:4411

[3]   تحفۃ الاخوان  ،ص 11 ،12