Book Name:Rajab Ka Mahena Kesy Guzarain
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو خوږو اسلامي ورونړو! تاسو د رَجَب سپرلي اوليدل! د رَجَبُ الْمُرَجَّب د تعظيم كولو په وجه چه يو كافِر ته د اِسلام دولت نصيب كيدے شي نو يو مسلمان چه د رَجَبُ الْمُرَجَّب اِحترام اوكړي نو معلومه نه ده چه هغه ته به څه څه انعامونه نصيب كيږي! (فیضانِ سنّت جلد اوّل ،ص۱۳۵۵)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د رَجَب مياشت څنګه تيرول پكار دي؟
مونږ ته د رجب مياشت څنګه تيرول پكار دي؟ راځئ چه په دے باره كښے يو څو مَدَني ګلونه واورو:
نيكو كارونو كښے وخت تيرول پكار دي!
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! هسے خو مونږ ته پكار دي چه ټول كال په نيكو كښے لګيا اوسو خو د رَجَبُ الْمُرَجَّب په مياشت كښے خاص طور د نيكو اعمالو كولو كوشش كول پكار دي، ځكه چه دا حُرمت والؤ مياشتو كښے يوه مياشت ده او مشهور تابِعي بزرګ حضرتِ سَيِّدُنا ابو قَتادَه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اَلْعَمَلُ الصَّالِحُ اَعْظَمُ اَجْرًا فِیْ الْاَشْہُرِ الْحُرُمِ يعني د حُرمت والؤ مياشتو كښے د نيك عمل اجر [يعني ثواب] زيات شي.[1]
لِـهذا مونږ ته پكار ده چه خاص طور د رجب په مياشت كښے زياتے نيكئ اوكړو، مونږ ته پكار ده چه لـمونځونه د جَمعے سره ادا كوو، خلقو ته د نيكئ دعوت او د ګناهونو نه د بچ كيدلو ترغيب وركړو، په مَدرَسةُ الْمَدينه بالِغان كښے شركت اوكړو، د سحر د لـمانځه نه پس والا مَدَني حلقه كښے شركت اوكړو، قافله