Book Name:Rajab Ka Mahena Kesy Guzarain

د فضيلت والا زمانه حاصلولو دُعا مستحب ده:

     د دے حديثِ پاك نه معلومه شوه چه د نيكو اعمالو د پاره فضيلت لرونكي زمانے پورے د ژوندي اوسيدلو دُعا كول مُسْتَحَب دي ځكه چه د مومِن بنده عمر زياتيږي نو په د هغه نيكئ زياتيږي او په خلقو كښے بهتر سړے هغه دے چه د هغه عمر اوږد او عمل ئے ښه وي. بُزرګانِ دين عَلَيْهِمُ الرَّحمة به دا خوښوله چه د هغوئي مرګ د نيكو اعمالو كولو نه پس راشي لكه د رَمَضان د روژے نيولو نه پس او د حج نه بيرته راتلو نه پس چه مرګ راشي. دا خبره به كيدله: چه څوك داسے وفات شي هغه اوبخښلے شي. ([1])

په رجب كښے د مرګ خواهش كولو والا عالِـمِ دين

     يو نيك عالِـمِ دين د رَجَبُ الْمُرَجَّب د مياشتے نه مخكښے بيمار شو، هغه عالِم صاحب اوفرمائيل چه: ما د الله پاك نه سوال كړے دے چه زما مرګ د رَجَبُ الْمُرَجَّب د مياشتے پورے وروسته كړے ځكه چه ما ته دا خبر را رسيدلے دے چه په د رَجَبُ الْمُرَجَّب په مياشت كښے الله پاك بندګان د (دوزخ نه) آزادوي. چنانچه الله پاك هغوئي ته د رَجَبُ الْمُرَجَّب مياشت عطا كړه او د رَجَبُ الْمُرَجَّب په مياشت كښے وفات شو. ([2])

رجب د الله مياشت ده

     زمونږه خوږ آقا مكِّـى مَدَنـى مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: رَجَبٌ شَہْرُ اللہِ تَعَالٰى وَشَعْبَانُ شَہْرِیْ وَرَمَضَانُ شَہْرُ اُمَّتِیْ یعنی رجب د الله پاك مياشت ده، شعبان زما



[1]    لطائف المعارف،ص138

[2]    لطائف المعارف ،ص138