Book Name:Rajab Ka Mahena Kesy Guzarain

الْمُرَجَّب (د عبادت) د تُخم كَرَلو مياشت ده، شَعْبانُ الْمُعَظَّم د اُوبه خوَر (يعني د اوبو وركولو يعني په اوښكو باندے سيراب كولو) مياشت ده او   رَمَضانُ الْمُبارَك  د (رحمت) د فَصل پريك كولو مياشت ده. ([1])  په لَطائفُ الْمَعارِف كښے دي چه: د رجب مياشت د هوا په شان، د شَعبان مياشت د وريځو په شان او د رَمَضان مياشت د باران په شان ده. يو بُزرګ فرمائي: كال د ونے په شان دے، په رَجَبُ الْمُرَجَّب كښے پانړے نيسي، په شَعْبانُ الْمُعَظَّمكښے خاخونه كوي او په  رَمَضانُ الْمُبارَك  كښے ترينه ميوه شوكولےكيږي يعني مسلمانان د دے نه ميوه شوكوي.

      د دے نه پس هغوئي د فِكرِ آخرت كولو د ذِهن جوړولو د پاره ارشاد فرمائي: چا چه په ګناهونو خپله اعمال نامه توره كړي وي هغه دِ په دے مياشت كښے توبه اوكړي او خپله اعمال نامه دِ روښانه كړي، چا چه په فضولو څيزونو كښے خپل عُمر برباد كړے وي هغه دِ پاتے عمر غنيمت اوګنړي. ([2])

     د رجب په مياشت كښے  ډير عبادت كولو والؤ باندے د الله پاك څنګه فضل و كرم كيږي د دے اندازه د دے حكايت نه لګولے شئ چنانچه

په رجب كښے د نيك عمل بركت

    په بَيْتُ المُقَدَّس كښے به يوے زنانه د رَجَبُ الْمُرَجَّب په هره ورځ كښے دولس زره ځله سُوْرَۀ اِخلاص (قُلْ  ھُوَ اللهُ اَحَد پوره سورت) لوستلو او په دے پوره مياشت كښے به ئے د وړئ جامے اغوستلي. يو ځل هغه بيماره شوه هغے خپل ځوئ ته وصيت اوكړو چه ما به هم دے د وړئ په جامو كښے خخه كړے. چه كله وفات شوه نو د هغے ځوئ هغے ته د ښه رَخت [يعني ښو كپړو] كفن ورواغستو، د شپے ئے په خوب كښے خپله مور اوليدله، هغه ورته وائي: زه ستا نه خوشحاله نه يم ځكه چه تا زما په وصيت عمل نه دے كړے. هغه اويَريدو او راپاڅيدو، د خپلے



[1]   معارف  الانعام وفضل شھوروالایام،ص95۔لطائف المعارف ، ص138

[2]    لطائف المعارف ، ص138