Book Name:Rajab Ka Mahena Kesy Guzarain

د رجب په مياشت كښے د اِستِغفار كثرت كوئ، بے شكه د دے په هر ساعت كښے الله كريم ډيرو ډيرو خلقو ته د اور نه خلاصے وركوي. ([1])

د رجب وړومبئ شپه په عبادت كښے تيره كړئ

     د رجب په مياشت كښے كيدونكو نيكو اعمالو كښے يو دا هم دے چه كله د رجب د مياشتے وړومبئ شپه راشي نو دا خاص طور په عبادت كښے د تيرولو كوشش كوئ، د نفلونو او تلاوت كثرت كوئ، دُرُود و سلام لولئ او په مدني چينل باندے مدني مُذاكَرے ګورئ.

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چه اوس رَجَبُ الْمُرَجَّب په پاره كښے د مكتوبِ عَطّار خلاصه واورو: 

مكتوبِ عطَّار

        اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   فرمائي: زما له طرفه، د ټولو اسلامي ورونړو، اسلامي خويندو، د مَدارِسُ الْمَدينه او جامِعاتُ الْمَدينه استاذانو، طَلَبه، مُعَلِّماتو او طالِباتو په خِدمتونو كښے د كعبه مُشَرَّفه نه ګير چاپيره تاؤ شوے او ګُنبَدِ خَضرا ښكُلَوونكے د رَجَبُ الْمُرَجَّب، شَعْبانُ الْمُعَظَّم او  رَمَضانُ الْمُبارَك د روژه دارو د بَركتونو نه ډك سلام،

اَلسَّلَامُ عَلَیْکُمْ وَرَحْمَۃُ اللّٰہِ وَ بَرَکٰتُہٗ                                                      اَلحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلمِیْنَ عَلٰی کُلِّ حَالٍ

ہو  نہ  ہو  آج  کچھ  مرا  ذکر  حُضور   میں  ہوا

                    ورنہ مری طرف خوشی  دیکھ کےمسکرائی  کیوں     (حدائقِ بخشش شریف ۹۷)

   اَ لْحَمْدُلِلّٰہ  يو ځل بيا د خوشحالو ورځے راتلونكي دي، د رَجَبُ الْمُرَجَّب مياشت ډير



[1]    مسند الفردوس، باب الالف، ذکر الاحادیث التی امر بہا النبی امتہ۔۔۔الخ، 1/81،حدیث:247