Book Name:Rajab Ka Mahena Kesy Guzarain
اختر شپه (5) د غټ اختر (يعني د ذُوالحِجَّه لسمه) شپه. ([1])
د حُرمت په مياشتو كښے يوه رَجَبُ الْمُرَجَّب هم ده، چه د اسلامي مياشتے وومه مياشت ده. رجب په اصل كښے د تَرْجِيْبٌ نه مُشتَق (يعني وتلے) دے چه معنٰى ئے ده: تعظيم و تكريم، رجب ته رجب په دے وجه هُم وائي چه دے مياشتے ته عظمت وركړے شوے دے هم دا وجه ده چه دے ته رَجَبُ الْمُرَجَّب (يعني هغه د رجب مياشت چه د هغے تعظيم شوے وي) هم وائي.
علامه عبدُ الكريم بن محمد رافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چه رَجَب ته د رَجَب وئيلو وجه دا ده چه د عرب خلقو به د دے مياشتے ډير زيات تعظيم كولو او په دے [مياشت] كښے به ئے جنګ جګړے كول حرام ګنړل. ([2])
د رَجَب بل نوم شَهْرُ اَصَمّ دے (يعني دے كنړه مياشت هم وائي) ځكه چه په دے كښے د جنګونو آواز بالكل نه اوريدلے كيږي. (مُکاشَفۃُ الْقُلوب ص۳۰۱)
اعلٰى حضرت شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په فتاوٰى رَضَوِيَّه كښے د دے نوم وجه څه داسے ارشاد فرمائي چه: هره مياشت به د خپلو هر قِسمه واقعاتو ګواهي وركوي سوا د رَجَب نه چه حَسَنات (يعني نيكئ) به بيانوي او د ګناهونو په ذِكر به وائي چه زه كنړه ووم ما ته خبر نشته دے. ځكه دے ته ”شَهرٌ اَصَمّ“ هم وائي. ([3])