Book Name:Rajab Ka Mahena Kesy Guzarain
كوزوي يعني هغوئي، د چا سره ئے چه نكاح د هميشه د پاره حرامه وه لكه ورور، ځوئ، پلار وغيره، كه دا نه وي نو نور خپلوان، كه دا هُم نه وي نو پرهيزګارو باندې ئے كُوزه كړئ. (عالمگیری، ١/١٦٦) ٭ زنانه مړے د كوزولو نه واخله تختے لګولو پورے په څه ټُوكي [يعني كپړه، څادر] پټ ساتئ. ٭ مړے چه قَبْر ته كوزوئ نو هغه وخت دا دُعا اُووائے: بِسۡمِ اللّٰھِ وَبِاللّٰھِ وَعَلٰی مِلَّۃِ رَسُوۡلِ اللّٰھ (تنوير الابصار ، ٣/١٦٦) ٭ قَبْر په كچه خښتو بند كړئ، كه زمكه نرمه وي نو (د لرګي) تختے لګول هُم جائز دي. (بہارِشریعت، ١/٨٤٤) ٭ بيا پرے خاوره واچوئ، مُسْتَحَب دي چه د سر طرف نه پرے په دواړو لاسو درے ځله خاوره واچوي (جوہرہ ،ص١٤١ )، ٭ څومره خاوره چه د قَبْر نه راوتي وي د هغے نه پرے زياته اچول مكروه دي. (فتاویٰ ہندیۃ، ۱/۱۶۶ ) ٭ قَبْر څلور ګوټے مه جوړوئ بلكه بره وتلے جوړ كړئ لكه د اوښ كوپان، (خخولو نه پس) قَبْر باندے اوبه شيندل بهتر دي. قَبْر يو لويشت اوچت پكار دے يا معمولي شان زيات. (بہارشریعت،۱/٨٤٦ مُلَخَّصاً) ٭ د قَبْر خوا ته اذان كول د ثواب كار دے او د مړي د پاره ډير زيات فائده مند دے. (فَتَاوىٰ رَضَوِيَّه ٥/٣٧٠ ماخوذاً)
صَــلُّـوْا عَـلَـی الْـحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د راروانے هفته وارے اجتماع د بیان جھلکیانے
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! اِنْ شَــآءالـلّٰـه عَزَّوَجَلَّ د آئندہ هفته وارے د سُنّتو ډكے اجتماع د بیان موضوع به وي ”د دِين د خدمت فضائل“. لِـهٰذا د الله تعالٰى د رضا د پاره راروان زيارت له هُم اجتماع كښے د حاضرئ نِيَّت اوكړئ او د انفرادی کوشش كولو او نور اسلامی ورونړه ځان سره د راوستلو نِيَّت هُم اوكړئ. لاس اوچت كړئ او په زوره اُووائے. اِنْ شَــآءالـلّٰـه
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد