Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye

شم، دا خو هُم د هغه ربِّ كريم نعمت دے چه زما زړه روغ دے، دا خو هُم د الله تَبارَكَ  وَ تَعَالٰى نعمت دے چه زه ساه اخستے شم، دغسې دا ټول د الله پاك نعمتونه دي چه زما د بدن نور اندامونه روغ هُم دي او كار هُم كوي او ټولو نه غت نعمت دا چه د لاسونو، ښپو او  سترګو ضائع كيدو باوجود الله تعالٰى ما ته دا توفيق راكړے دے چه زه د هغه خپل مالِك و رازِق ربّ تعالٰى شُكر ادا كووم. الله تعالٰى دِ مونږ ته هُم د داسې خلقو په نقشِ قدم باندې د تللو توفيق  راكړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د دې حکایت نه معلومه شوه چه د شُكر ادا كولو كُنجي د الله پاك نعمتونه پيژندل، په هغے كښې غور كول او د الله پاك احسانات منل دي. ياد ساتئ شُكر مُنجيات (يعني نجات وركوونكو اعمالو) نه يو عمل دے او د دې معلومات حاصلول په مونږ لازم دي، كه مونږه د الله پاك په نعمتونو باندې غور اوكړو نو قَسَم په خُدائے چه د ګيلو قيصو سوچ به مو ختم شي. الله تعالٰى پخپله د خپل شُكر ادا كولو حُكم وركوي، چنانچه پاره 2 سُوْرَةُ البَقَرَه آيت نمبر 152 كښې اِرشاد فرمائي:

وَ اشْكُرُوْا لِیْ وَ لَا تَكْفُرُوْنِ۠(۱۵۲) [مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او زما حق اومنئ او زما ناشُكري مه كوئ.

نعمت ولے بيرته واخستے شي؟

          خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د دې ايمان تازه كوونكي حكايت نه دا درس حاصل شو چه كه كله الله پاك خپل يو نعمت زمونږ نه بيرته واخلي نو بيا هُم هغه مونږ ته نور دومره نعمتونه راكړي دي چه مونږه په هغے هر څومره شُكر دا كړو نو كم دے. ځكه د يو نِعمت په تللو مونږ ته د ګِيلو قيصو او خفګان كولو په ځائے د الله نور نعمتونه