Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye
مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر كښې د داخليدو وخت كښې هُم، تر دې چه سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبْر كښې د خپل رَحمت نه ډكو لاسونو باندې كوزوي.[1]
)2( ټول ګناهونه مُعاف
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِ نَا وَ مَوْلَانَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰی اٰلِہٖ وَسَلِّمْ
حضرتِ سیِّدُنا انَس رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ نه روایت دے چه تاجدارِمدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوك چه دا دُرُودِ پاك لوَلي كه ولاړ وو نو كښيناستلو نه مخكښې او كه ناست وو نو اودريدو نه مخكښې به د هغه ګُناهونه مُعاف كړے شي.
)3( د رَحمت اويا دروازے:
صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّدٍ
څوك چه دا دُرُودِ پاك لوَلي په هغه به د رَحمت اويا دروازے بيرته كړے شي.[2]
)4( د شپږ لاکه دُرُودشریف ثواب
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ عَدَدَ مَا فِیْ عِلْمِ اللّٰہِ صَلَاۃً دَ اۤ ئِمَۃًۢ بِدَوَامِ مُلْكِ اللّٰہِ
حضرت اَحْمَد صاوِی رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه د بَعضو بُزرګانو نه نَقل كوي: دا دُرُود شریف يو ځل