Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye

دارو! كه چرې تاسو د ګناهونو تياري كړي وي نو مهرباني اوكړئ قلار شئ او توبه اوكړئ ، هسې نه چه ګناه كولو كولو كښې د چا مرګ راشي او بيا ترينه مونږه هُم خبر شو او بيا د عِبرت په طور د هغه واقعه بيانوو، بلكه څوك چه د يوے عظيمې ګُناه عَزمِ مُصَمَّم [يعني پخه اِراده] اوكړي او بيا توبه اوكړي نو هُم فضيلت دے. (د مدنی مذاکرے  مدنی ګلونه)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

مجلس امامت کورس

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د دعوتِ اسلامي په 107 شُعبه جاتو كښې يوه شُعبه ”مجلس امامت کورسهُم ده. شيخِ طريقت، امِيرِ اَهلِسُنَّت، حضرتِ علّامه مولانا اَبُو بِلال محمد اِلياس عطَّار قادِري رَضَوِي دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه فرمائي: امامت د اسلام بهترين خِدمت او د رِزقِ حلال حاصلولو عظيمه ذريعه ده. د ”مجلس امامت کورس“ په ذِمَّه دارئ كښې دا هُم شامِل دي چه دا په مُلك كښې دننه او بهر ملكونو كښې هُم اَهل او ذِمَّه دار امام او مُـؤَذِّن مُقَرَّر كړي، دا مجلس دا خبره يقيني جوړوي چه د دعوتِ اسلامي زيرِ اِنتِظام اَئِمَّـۀ كرام د امامت او لـمانځه مُتَعَلِّق مُكَمّل بُنيادي فرض عُلوم حاصل كړي او چه هغوئي د مُتَّقي كيدو سره سره باعمله هم وي، د دِين او مَسلَك درد لرونكي وي، او د مَدَني مركز د طريقۀ كار مطابق 12 مَدَني كارونه كوونكي وي، چه د ښه بيان كولو صلاحيت لري، په عقيده كښې پاخه، او د اِمامت او خطابت اَهل وي، د تجويد و قراءَت سره د تِلاوتِ قرآن صلاحِيَّت لرونكي او حُسنِ معاشرت سره ژوند تيرولو والا وي.

      امامت كورس كښې د بُنيادي عَقائدو، لـمانځه او اِمامت سره متعلق ضرروي فِقهي