Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه چه د نِعمت شُكر ادا كول او په هغے عاجِزي اختيارول پكار دي. اَلْحَمْدُ لِلّٰه د دعوتِ اسلامي مَدَني ماحول  كښې د هر يو نعمت د صحيح اِستعمالولو او په نعمتونو د شُكر ادا كولو درس وركولے كيږي، تاسو هُم د دعوتِ اسلامي مَدَني ماحول كښې شامل شئ او د ذيلي حلقے دولسو مَدَني كارونو كښې پوره پوره حِصَّه اخلئ. دولسو مَدَني كارونو كښې يو مَدَني كار د درې ورځو ”قَافِله“ هم دے.

دولسو مَدَني كارونو كښې يو مَدَني كار ”د درې ورځو قَافِله“

      اَلْحَمْدُ لِلّٰه د قَافِلو په بَرَكت د ډيرو خلقو په ژوند كښې مَدَنـي اِنقلاب راغلے دے. ٭ قَافِله كښې د سفر كولو په وجه د نيكو خلقو صُحبت حاصليږي. ٭ د قافلے په بَرَكت بيلمانځه خلقو ته د لـمانځه اَهَمِّيَّت معلوميږي ٭ د قافِلے په بَرَكت نوي نوي اسلامي ورونړه لـمونځ زده كوي ٭د قافِلے په بَرَكت سنتونه او آداب زده كيږي ٭ د قافِلے په بَرَكت درس او بيان كول زده كيږي ٭ د قافِلے په بَرَكت اِنفرادي كوشش كول، صدائے مدينه لګول او علاقائي دوره وغيره كول زده كيږي  ٭ د قافِلے په بَرَكت ډيرو  خلقو ته د دِيني مسائلو زده كولو سعادت حاصليږي ٭ د قافِلے په بَرَكت جُماتونو كښې د ذِكر و اَذكار او درس و بيان سلسلے جاري وي ٭ د قافِلے په بَرَكت جُماتونه آباديږي. د جُماتونو آبادولو به څه وائې! حديث شريف كښې دي: چه كله يو بنده د ذِكر او لـمانځه د پاره جُمات ځائے اوګرځوي نو الله تعالٰى د هغه نه داسې خوشحاليږي څنګه چه خلق د خپل ورَك شوي كس خپل ځائے ته راتلو باندې خوشحاليږي. (ابن ماجہ،کتا ب المساجد … الخ،با ب لزوم المساجد … الخ،۱/ ۴۳۸، حدیث:۸۰۰)