Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye

نه ساتي هغه زما د رَحمت نه محروم دے. (معجم کبیر،۲۲/ ۵۹،حدیث:۱۴۰)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! دې حديثِ پاك نه دوه خبرې معلومي شوے. يوه دا چه كه ټول عُمر بنده د ګناهونو نه ځان ساتي او ټول ژوند صرف او صرف عبادت او نيكو كښې تير كړي نو بيا به هُم دا ټول عبادتونه د الله تعالٰى د وركړي شوي يو نعمت شُكريه نه شي جوړيدے، حالانكه د هٰغه ربّ تعالٰى وركړي شوي نعمتونه خو بيشميره دي، لِـهذا عقلمندي هُم دا ده چه هميشه د الله تعالٰى په ذِكر او شُكر كښې مشغول اوسيدل پكار دي او د هغه جَلَّ جَلَالُہٗ نه هر وخت د خير سوال كول پكار دي.

ښو خلقو سره محبت كوئ!

                بله خبره دا معلومه شوه چه د الله پاك نيكو بندګانو سره مَحبَّت كول او د هغه دُښمنانو سره دُښمني كول د ايمان په تقاضو كښې شامل دي، مونږ ته هُم د الله پاك نيكو بندګانو، د هغه نبيانو، رسولانو، وليانو، عُلَمائےِ كرامو او فُقَهائے اسلام سره محبت كول پكار دي، د هغوئي په نقشِ قدم چليدل پكار دي او د هغوئي طور طريقو باندې عمل كول پكار دي، څه معلومه ده چه هُم دا مَحبَّت زمونږه د بخښنې ذريعه جوړ شي، د الله تعالٰى شان خو دا دے چه كه يو سپے هُم د هغه دوستانو سره مَحبَّت اوكړي نو الله تعالٰى هغه ته هُم بدله وركوي، نو كه يو انسان او هغه هُم د هغه د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غُلام [يعني اُمَّتي] د الله پاك دوستانو سره مَحبَّت كوي او د هغوئي په نقشِ قدم روان اوسي نو هغه به ولے د ربِّ كريم د رَحمت نه محرومه كيږي.

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د نعمتونو د قدر په باره كښې بيان اوريدلو،