Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye

معاملات كيږي چه هغه هر يو ته معلوم دي. ياد ساتئ د جشنِ آزادئ په نوم سندرے غږول، د جشنِ آزادئ په نوم د ګډا او سندرو محفلونه جوړول، د جشنِ آزادئ په نوم د بندګانو حقونه بربادول، د جشنِ آزادئ په نوم خلقو ته ځاني او مالي نقصان رسَوَل، د جشنِ آزادئ په نوم شراب څښل، د جشنِ آزادئ په نوم نور بد كارونه كول، يقيناً دا بد كارونه كول د الله پاك د دې عظيم نعمت شُكر ادا كول نه دي بلكه د آزادئ د دې عظيم نعمت ناقدري كول دي. كه مونږه په دې موقع باندې خوشحالي ښكاره كول غواړو نو په داسې طريقه خوشحالي كول پكار دي چه الله پاك پرې راضي كيږي مَثَلًا،

نفلونه ادا كړئ

      د الله پاك رضا او د دې نعمت (يعني د خوږ وطن د آزادئ) د شُكر ادا كولو په نِيَّت نفلونه ادا كړئ. سُبْحَـانَ الله! د نفلونو ادا كولو هُم څه ښكلے فضيلت دے: زمونږه خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: ”څوك چه اَودَس اوكړي او ښه اَودس اوكړي او په ظاهر او باطِن مُتَوَجِّه كيدو سره دوه ركعاته اوكړي، د هغه د پاره جَنَّت واجِب شي. (مسلم، کتاب الطہارۃ، باب الذِّکر۔۔۔، ص۱۱۸، حدیث:۵۵۳)

[نفلونه چه اوكړئ نو ] بيا داسې دُعا اوكړئ: اے زمونږه خوږه الله! تا چه مونږ ته د آزاد وطن په صورت كښې دا نعمت راكړے دے، مونږ ته د دې د قدر كولو تَوفِيق راكړې، په دے كښې ستا د اَحكاماتو مطابق او ستا د رضا حاصلولو والا كارونو كولو توفيق راكړې او د هر هٰغه كار نه د بچ كيدو توفيق راكړې چه ته او ستا خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پرې خفه كيږي.

     د امِيرِ اَهلِسُنَّت، حضرتِ علّامه مولانا اَبُو بِلال محمد اِلياس عطَّار قادِري رَضَوِي ضِيائي دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د مَدَني سوچ او د هغوئي د خپل ”وطنِ عزیز مُلكِ پاکستان“ سره د رښتيني