Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye

كښې واخلو او خُلے ته ئې نزدے كړو نو د خُلے د پاسه ئې د هغے د خوشبودار يا بدبودار معلومولو د پاره د پوزے نعمت راكړے دے نو بيا د هغے نه پس مونږه نوړئ په خُله كړو، سوچ اوكړئ چه د دې [يو كار] د پاره څومره نعمتونه استعماليږي، بيا د دې خوراك جُووَلو د پاره الله پاك مونږ ته د غاښونو نعمت راكړے دے او كه خوراك كښې څه داسې څيز راشي چه هغه د خوړلو لائق نه وي لكه كانړے يا هډوكے وغيره نو چه څنګه غاښونو ته اولګي مونږه پوهه شو چه دا څيز د تيرولو نه دے او هغه ترينه اوباسو، دغسې كه هغه څيز نرم وي لكه ويښته يا تار وغيره نو د ژبې نعمت مونږ ته وائي چه دا د خوړلو څيز نه دے او هغه ترينه لرې كړو. بيا هغه خوراك معدے ته رسوَلو د پاره الله پاك مونږ ته د لاړو نعمت راكړے دے، دا نعمت خُله كښې پخپله راپيدا كيږي او د مرئ په ذريعه خوراك معدے ته رسَوي، معدے سره الله پاك د ترِيخي په صورت كښې يو نعمت پيدا كړے دے چه د هغے نه خوراك باندې د تيزابو څاڅكي كيږي او هغے سره هغه خوراك وروست [يعني بالكل نرم] شي، بيا د هغه خوراك نه مختلف طاقتونه مَثَلًا نمكيات، د وينې ريډ سيلز [يعني سره ذرّات] او سپين ذرّات او فائده مند پروټين جُدا شي، غرض دا چه د دې خود كار سِسټم په ذريعه د خوراك نه د بدن د پاره ټول فائده مند څيزونه جُدا شي او باقي د فُضلے په صُورت كښې د خيټې نه اُوځي. غور اوكړئ! د طعام خوړلو نه واخله هضم كيدو پورې هر يو څيز نعمت دے. دا خو هٰغه نعمتونه دي كوم چه صرف د خوراك د پاره استعماليږي، د دې نه علاوه هُم بيشميره نعمتونه دي چه د هغے نه مونږ شپه او ورځ فائدے اوچتوو.

د يو نعمت شُكر هُم نه شي ادا كيدے