Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye

مسائل، تجويد و قِراءَت او اخلاقيات زده كولو سره سره د تنظيمي تربِيَّت اهتمام هُم وي. اَلْحَمْدُ لِلّٰه د اِمامت كورس په بَرَكت ډيرو خلقو خپل لـمونځونه صحيح كولو سره سره امام جوړ شوي رخصتيږي او معاشره كښې د عِزَّت مقام حاصلوي. لِـهذا چه چا ته موقع وي هغه دِ ضرور د امامت كورس په ذريعه عِلمِ دِين حاصل كړي او خپله دُنيا او آخرت دواړه دِ بهتر كړي.

      اَلْحَمْدُ لِلّٰه غټ اختر نزدے دے، تاسو ته ګُزارش دے چه د قربانئ د څاروو څرمنې دعوتِ اسلامي ته وركړئ او نورو خلقو ته هُم د دې ترغيب وركړئ او كه كيدے شي نو پخپله د اختر په ورځ دعوتِ اسلامي د پاره څرمنې هم راټولې كړئ. الله پاك دِ تاسو ته بَرَكتونه دركړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                    جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا                      جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د قربانئ څرمنې راټولو والؤ د پاره نِيَّتونه او احتياطونه: