Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye

نوکري   كه   غواړئ،   راشئ    راشئ   راشئ           قافِله  كښې  لاړ  شئ   قافِله  كښې  لاړ   شئ

تنګدستي  به لرې  شي، هُم  آفت به لرې شي  واخلئ  ډير   بَرَكتونه،  قافِله   كښې   لاړ   شئ

بيمارئ  به لرې  شي،   پريشانئ  به  لرې شي بس راځئ چه  لاړ  شو،  قافِله  كښې  لاړ  شئ

دا  خبره  د  عطاّرؔ،  واورئ  د  خپل  غمخوار  ټول  په جمع پكښې ځئ، قافِله كښې لاړ  شئ

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د نعمتونو شکر څنګه ادا كول پكار دي؟

          خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د نعمتونو د قدر په باره كښې اوريدل، افسوس چه ډيرو خلقو ته دا هُم نه ده معلومه چه د الله پاك د نعمتونو شُكر څنګه ادا كول پكار دي. بعضې خلق هسې په خُله وائي: بس وروره الله هر څه راكړي دي، د هغه كرم دے، د هغه شُكر دے چه څه ئې راكړي دي دا هُم غنيمت دے او بعضې د عِلم نه محرومه ناپوهه خلق نعمتونه نَعُوذُ بِالله په ګناهونو كښې لګوي او ورسره ورسره د شُكر جُملے هُم وائي. ياد ساتئ! د نعمت حقيقي شُكر دا دے چه په هغه نعمت په خُله هُم شُكر ادا كړے شى او هغه نعمت د نيكئ په كارونو كښې هُم اِستعمال كړے شي. حضرتِ سَيِّدُنا ابو عبدُالله رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان كوي چه ما ته حضرتِ سَيِّدُنا سُفيان بن عُـیَیْنَه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اُوفرمائيل: [اے] ابو عبدُالله! په نعمت باندې شُكرِ خُداوندي دا دے چه ته د هغه حَمْد (يعني صفت) بيان كړې او د هغه نعمت په ذريعه د نيكئ د پاره مدد حاصل كړې. چا چه د الله د نعمتونو په ذريعه د ګناه د پاره مدد واخستو، هغه په هغه نعمت د الله پاك شُكر ادا نه كړو. (حلیۃالاولیاء وطبقات الاصفیاء، ۷/۳۲۸)

د بدن د اندامونو شُكر څنګه ادا كول پكار دي؟ راځئ چه واورو: