Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye

راځئ چه! د ترغيب د پاره د مَدَني قافِلے يو مَدَني سپرلے واورو:

د مدني قافِلے په برکت ئې روزګار پيدا شو

      د مُلتان (پنجاب، پاكستان) اوسيدونكي يو اِسلامي ورور د بيان خُلاصه ده چه هغه د ډيرې مودے نه د روزګار په سلسله كښې پريشانه وو، ډيرو ځايونو كښې ئې انټروِيو هُم وركړه خو څه كار ئې اُو نه لګيدو، په دې دوران كښې د هغوئي ملاقات دعوتِ اسلامي كښې شامِل يو اسلامي ورور سره اوشو، هغوئي تسلي وركړه چه وروره پريشانه كيږئ مه، تاسو د دعوتِ اسلامي مَدَني قَافِله كښې سفر اوكړئ، هلته د بيروزګارئ نه د خلاصيدو دُعا اوكړئ، اِنْ شَــآءالـلّٰـه د الله كرم به اوشي. يو څو ورځې پس په يوه كمپنئ كښې د هغوئي اِنټروِيو وه، هغوئي اِراده اوكړه چه د انټروِيو نه پس به  د درې ورځو مَدَني قَافِله كښې سفر كووم. انټرويو نه پس هغوئي د مَدَني قافِلے مسافر جوړ شو، مَدَني قَافِله كښې د سفر ئې دويمه ورځ وه چه خبر ورته راغے چه تاسو انټرويو كښې كامياب شوي ئې، چنانچه مَدَني قافلے نه چه بيرته راغلو نو يو څو ورځې پس ورته د كمپنئ له طرفه ليټر [يعني خط] هُم راغے. دغسې اَلْحَمْدُ لِلّٰه د مَدَني قافلے په بَرَكت ئې روزګار اولګيدو.

نوکری چاہئے، آئیے آئیے                                           قافلے میں چلیں ، قافلے میں چلو

تنگدستی مٹے دور آفت ہٹے                                          لینے کو بَرَکتیں ،قافلے میں چلو

دُور بیماریاں اور پریشانیاں                                            ہوں گی بس چل پڑیں، قافِلے میں چلو

سُن لے عطاّرؔ کی، اپنے غمخوار کی                                    یہ ندا ’’سب چلیں‘‘! قافِلے میں چلو

(وسائلِ بخشش مرمم،ص۶۷۲،۶۷۵)