Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye

اونكړم؟ (عیون الحکایات،ص۹۴ملخصاً)

مِرے سَر پہ عِصْیاں کا بار آہ مولیٰ!                                      بڑھا جاتا ہے دَم بدم یاالٰہی!

زمیں بوجھ سے میرے پھٹتی نہیں ہے                            یہ تیرا ہی تو ہے کرم یاالٰہی!

(وسائلِ بخشش مُرمّم،ص ۱۱۰)

زما په سر بوج   د ګناهونو   آه مولٰى!           نور هم زياتيږي دم په دم  يا اِلٰهي

نه چوي زمكه زما په  ډيرو ګناهونو           دا دے ستا  ډير  لوئ كرم  يا اِلٰهي

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د نعمتونو اوګږده  سلسله

          خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! لاسونه، ښپے او سترګې د انساني بدن ډير اهم اندامونه دي، په دې كښې چه يو هُم ضائع شي نو د ژوند هٰغه خوند نه وي يعني هر يو دا نه شي برداشت كولے، په داسې حالت كښې زمونږ په شان خلق خو شُكر څه، چه ګِيلے نه كوي نو هُم ډيره د سعادت خبره ده، خو د بُزُرګانو  حال ته اوګورئ، لكه اوس چه مونږ واوريدل چه هغه بُزُرګ د بيمارئ په وجه د لاسونو، ښپو او سترګو نه محرومه شوے وو خو بيا هُم ګيلے قيصے كول خو لرې خبره ده بلكه په ژبه ئې د الله تعالٰى د شُكر الفاظ جاري وو، او د هغے ئې چه كومه وجه بيان كړه لكه مونږ ته ئې نصيحت اوكړو چه اوګورئ! كه الله پاك زما نه څه نعمتونه بيرته واخستل نو څه اوشو؟ باقي بدن خو مې سلامت دے يعني دا خو هُم د هغه خالِق او مالِك نِعمت دے چه زما ژبه روغه ده او زه خبرې كولے شم، دا خو هُم د الله تعالٰى نعمت دے چه زما غوږونه روغ دي او زه اوريدے