Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye

پروردګاره! زه ستا هٰغه حَمْد (يعني صِفَت) كووم چه د ټول مخلوق د حَمْد برابر وي. اے زما پروردګاره! بيشكه ته د ټول مخلوق خالِق ئې او ته په هر چا فضيلت لرې، زه په دې اِنعام باندې ستا حَمْد كووم چه تا زه په مخلوق كښې د ډيرو خلقو نه افضل [يعني غوره] جوړ كړے يم.

     هغه بُزُرګ رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي چه كله ما د هٰغه كس دا حالت اوليدلو نو ما اُووئيل چه قسم په خُدائے! زه به د دې كس نه ضرور دا تپوس كووم چه آيا د حَمْد دا پاكيزه كَلِمات تا ته چا زده كړي دي يا تا ته اِلـهام شوي دي؟ چنانچه په هُم دې اِراده زه د هغه خوا ته ورغلم او سلام مې ورته اوكړو، هغه زما د سلام جواب راكړو. ما اُووئيل: اے د الله نيك بنده! زه تا نه د يو څيز مُتَعَلِّق تپوس كول غواړم، آيا ته به ما ته جواب راكړې؟ هغه اُووئيل: كه ما ته معلوم وو نو اِنْ شَــآءالـلّٰـه ضرور به جواب دركړم. ما اُووئيل: (يعني ستا لاسونه، ښپے او سترګې وغيره ټول ضائع شوي دي بيا) هغه كوم نعمت دے چه ته په هغے د الله حَمْد كوے؟ هغه اُووئيل: ته نه ګورے چه زما ربّ ما سره څه مُعامَله فرمائيلي ده؟ ما اُووئيل: ولے نه، ما هر څه اوليدل. نو هغه اُووئيل: اوګوره! كه الله غوښتلے نو په ما به ئې د آسمان نه اور را نازِل كړے وے او زه به ئې خاورے اِيرے كړے وے، كه الله غوښتلے نو غرونو ته به ئې حُكم فرمائيلے وے او غرونو به زه تباه و برباد كړے وے، كه الله غوښتلے نو سمندر ته به ئې حُكم كړے وے او هغے به زه ډُوب كړے وے، كه الله غوښتلے نو زمكے ته به ئې حُكم كړے وے او هغے به زه راښكلے وے خو اوګوره الله پاك زه د دې ټولو مصيبتونو نه په حفاظت كښې ساتلے يم، نو بيا زه د خپل ربّ شُكر ولے ادا نه كړم؟ د هغه حَمْد ولے بيان نه كړم؟ او هغه پاك پروردګار سره ولے مَحبَّت