Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye

غواړي هُم هغه د حده تيريدونكي دي.

     هغه عرض اوكړو: د ښپو شُكر څه دے؟ هغوئي اِرشاد اُوفرمائيلو: كه ته څه داسې ژوندے اُووِينے چه په هغه تا ته رَشك [يعني رَخه] درشي نو دې ښپو باندې د هغه كس په شان (نيك) عمل اوكړه او كه يو داسې مړے اُووِينے چه د هغه نه ته بيزاره ئې نو دا ښپے د هغه كس په شان عمل نه حصارې كړه (يعني د بدئ طرف ته قدم مه اوچتوه). د دې هر څه بيانولو نه پس حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو حازِم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اُوفرمائيل: دغسې به ته د الله پاك شُكر ادا كوونكے جوړ شے او چا چه صرف په خُله شُكر ادا كړو او په باقي اندامونو ئې شُكر ادا نه كړو نو د هغه مثال د هغه سړي په شان دے چا سره چه يوه كپړه وي او هغه د هغے يوه ډډه اونيسي خو اغوندي ئې نه، هغه كپړه به هغه ته د ګرمئ، يخنئ، واورو او باران نه د بچ كيدو فائده نه وركوي. (حلیة الاولياء، ۳/۲۷۹، رقم:۳۹۶۳)

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږ ته د حضرتِ سَيِّدُنا ابو حازِم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دې نصيحتونو عمل او د الله په نعمتونو شُكر ادا كول پكار دي او نعمتونه صرف په نيك كار كښې اِستعمالول پكار دي.

د آزادئ د نعمت شُكر څنګه ادا كول پكار دي؟

      اَلْحَمْدُ لِلّٰه زمونږه خوږ وطن پاكستان هُم د الله پاك ډير غټ نعمت دے او يومِ آزادي يعني 14، اګست نزدے راروان دے، افسوس د خوشحالئ په عظيمه موقع د الله پاك عظيم نعمت ”آزادئ“ باندې د شُكر ادا كولو په ځائے داسې غير شَرعي او غيرقانوني