Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye

اُووئيل: اوس د الله پاك كوم نعمت تا سره پاتې دے چه ته په هغے شُكر ادا كوے؟ نابِينا مريض اُووئيل: د ښار خلقو ته اوګوره چه د هغوئي شمير څومره زيات دے او په هغوئي كښې زما نه سِوا هيڅ څوك هُم ربِّ كريم نه پيژني، آيا زه بيا هُم د هغه شُكر ادا نه كړم؟ (حلیۃالاولیاء وطبقات الاصفیاء،۴/۷۱)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

نعمت آزمائش هُم دے

          خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تاسو فِكر اوكړئ چه نابينا كيدل، د برَګي او جُذام په شان بيمارو كښې اخته كيدل او بيا هُم د ربّ تعالٰى شُكر ادا كول، د داسې شُكر ادا كوونكي څومره غټ مُقام دے، دې نه معلومه شوه چه زمونږه بُزرګانِ دِين د الله پاك د نعمتونو حقيقي قدردان وو، كاش چه مونږه هُم د نعمتونو قدردان جوړ شو. ياد ساتئ! د نعمتونو قدر كول او په هغے شُكر ادا كول حقيقي عقلمندي ده، كه د يو نعمت حاصليدو باوجود هُم د هغے ناشُكري اوكړے شي نو هغه نعمت، د زَحمت باعِث هُم جوړيدے شي چنانچه مشهور تابعی حضرت سَىِّدُنا  کَـعْبُ الْاحْبار  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: الله پاك چه بنده ته دُنيا كښې كوم نِعمت وركړي، بيا هغه بنده په هغے شُكر ادا كړي او د عاجزئ اِظهار اوكړي نو الله پاك هغه ته دُنيا كښې هُم د هغه نِعمت په ذريعه فائده وركوي او جَنَّت كښې د هغه دَرَجه هُم اوچتوي. او كوم بنده چه د الله تعالٰى په نعمت باندې شُكر ادا نه كړي او نه د عاجزئ اِظهار اوكړي نو الله پاك د هغه بنده نه د هغه نعمت دُنياوي فائده هُم حصاره كړي او د هغه د پاره د جَهنَّم يوه طَبقه برسيره كړي. بيا الله پاك كه غواړي هغه ته عذاب وركړي او كه غواړي معاف ئې كړي. (حلیۃالاولیاء وطبقات الاصفیاء، ۶/۴۲)