Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye

د بدن د اندامونو شُكر  څه دے؟

     يو كس حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو حازِم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته عرض اوكړو: اے ابُو حازِم! د سترګو شُكر څه دے؟ هغوئي اِرشاد اُوفرمائيلو: د دې په ذريعه كه څه ښه خبره اُووِينے نو هغه عامه كړه او كه څه بده خبره اُووِينے نو هغه پټه كړه.

     هغه عرض اوكړو: د غوږونو شُكر څه دے؟ هغوئي اِرشاد اُوفرمائيلو: كه د دې په ذريعه څه ښه خبره واورے نو هغه ياده كړه او كه څه بده خبره واورے نو هغه پټه ساته.

      هغه عرض اوكړو: د لاسونو شُكر څه دے؟ هغوئي اِرشاد اُوفرمائيلو: د دې په ذريعه داسې څيز مه حاصلوه كوم چه ستا د پاره جائز نه وي او په دې كښې چه څه د الله پاك حق دے هغه مه حصاروه.

       هغه عرض اوكړو: د خيټې شُكر څه دے؟ هغوئي اِرشاد اُوفرمائيلو: د خيټې شُكر دا دے چه د دې په لاندينئ حِصَّه كښې خوراك وي او د دې پاسنئ حِصَّه د عِلم نه ډكه وي.

      هغه عرض اوكړو: د شرمګاه شُكر څه دے؟ هغوئي په جواب كښې (د پاره 18 سُوْرَةُ الْمُؤْمِنُوْن) د دې آياتِ مُقَدَّسه تِلاوت اوكړو:

وَ الَّذِیْنَ هُمْ لِفُرُوْجِهِمْ حٰفِظُوْنَۙ(۵) اِلَّا عَلٰۤى اَزْوَاجِهِمْ اَوْ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ فَاِنَّهُمْ غَیْرُ مَلُوْمِیْنَۚ(۶) فَمَنِ ابْتَغٰى وَرَآءَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىٕكَ هُمُ الْعٰدُوْنَۚ(۷) (پ۱۸،المؤمنون،۵،۶،۷)                             

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او هغوئي چه د خپلو شرمګاؤ حفاظت كوي خو په خپلو بيبيانو يا شرعي وينزو باندې كومې چه د هغوئي د لاسو مِلك دي، پس په هغوئي هيڅ ملامتيا نشته، نو څوك چه د دې دوو نه سِوا نور څه