Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

            خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن د بيان موضوع ده ” د الله د نعمتونو قدر اوكړئ“ هر بنده د الله تعالٰى ډير ډير نعمتونه اِستعمالوي، څومره نعمتونه اِستعمالوي، دا خو څوك هډو شميرلے نه شي، خو د دې نعمتونو قدر كوونكي او شُكر ادا كوونكي شايد چه ډير كم دي، بعضې خلقو نه كه يو نعمت هُم لاړ شي نو ډيرې زياتې ګِيلے او قِيصے شروع كړي. د نن بيان كښې به مونږه دا اورو چه مو نږ ته خپل سوچ او انداز څنګه ساتل پكار دي، او په دې به ځان پوهه كوو چه په هر حال كښې د صبر او شُكر كولو څه طريقه ده، دغسې دې باره كښې به مونږه نن څه مَدَنـي ګُلونه اروو، الله دِ اوكړي چه ټول بيان د ښو ښو نيتونو سره د اوريدو سعادت رانصيب شي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

راځئ چه مخکښې يو حكايت واورو:

حكايت

   حضرتِ سَيِّدُنا اِمام اَوزاعي رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي: ما ته يو بُزُرګ دا واقعه اورولي وه چه زه به د اوليائے كِرامو په تلاش كښې ووم او د هغوئي د اوسيدولو ځاىونه لټولو د پاره به صَحراګانو او غرونو او ځنګلو كښې ګرځيدم چه د هغوئي د صُحبت نه فيضياب شم. يو ځل د هُم دې مقصد د پاره مصر ته روان شوم، چه كله مصر ته نزدے شوم نو يو شړ شان ځائے كښې مې يوه خيمه اوليدله، په هغه خيمه كښې يو داسې بنده موجود وو چه د هغه لاسونه، ښپے او سترګې (د جُذام د) بيمارئ په وجه ضائع شوي وو. په دې حالت كښې هُم د هغه كس په ژبه په دې الفاظو د خپل ربّ تعالٰى حَمْد و ثناء جاري وو چه اے زما