Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye

حساب كتاب لګيدے شي خو تر نن ورځې پورې داسې يو مشين نه دے ايجاد شوے چه هغه د الله تعالٰى د نعمتونو حساب اولګوي، بيشكه د هٰغه ربِّ كريم نعمتونه بيشميره دي، نه خو هغه چا شميرلي دي او نه ئې څوك شميرلے شي. الله تَبارَكَ وَ تَعَالٰى پخپله قرآنِ مجيد كښې د خپلو نعمتونو مُتَعَلِّق اِرشاد فرمائي:

وَ اِنْ تَعُدُّوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ لَا تُحْصُوْهَاؕ-اِنَّ اللّٰهَ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ(۱۸) (پ۱۴،النحل :۱۸)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او كه تاسو د الله نعمتونه شميرئ نو هغه به اُونه شميرلے شئ.

      اے عاشقانِ رَسُول! معلومه شوه چه زمونږه ژوند ختميدے شي خو د هر قِسم كوشش باوجود مونږ د الله پاك د نعمتونو شمير نه شو معلومولے، كه مونږ كښې هر يو د هٰغه نعمتونو جائزه واخلو كوم چه الله پاك مونږ ته راكړي دي نو هر يو ته به دا اندازه اوشي چه الله خو ما ته ډير زيات نعمتونه راكړي دي.

په طعام كښې استعمال شوي نعمتونه

      لږ سوچ خو اوكړئ! مونږه چه كوم طعام خورو، په هغه طعام كښې زمونږ د پاره څومره نعمتونه پټ ايښودے شوي دي، ټولو نه مخكښې خو دا سوچ اوكړئ يو تُخم چه هغه زمكه كښې كرَلے شوے وو الله پاك هغه زرغون كړي او بيا ئې زمونږ د خوراك قابِل كړي، بيا د هغه دانو د ميده كولو د پاره ئې د كانړي په صورت كښې نعمت راكړے دے، بيا چه هغه دانے وړه شي نو د هغے د اَښكلو د پاره ئې د اوبو نعمت راكړے دے، بيا د هغه اښكلو وړو د پخولو د پاره ئې د اور نعمت راكړے دے، بيا چه هغه پخه شي او د ډوډئ [روټئ] په صورت كښې مونږ ته مخې ته كيښودے شي نو عزت او ادب سره د خوړلو د پاره ئې مونږ ته د لاسونو نعمت راكړے دے، بيا چه كله مونږه هغه په لاس