Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye

ګِيله اونكړي نو پوهه شه چه دا مصيبت د هغه د ګناهونو كَفّاره ده. هُم دغسې چه په چا څه مصيبت راشي او د هغه په معمولاتو كښې هيڅ فرق رانشي او هُم هغسې په خپلو عباداتو او معمولاتو كښې مصروف وي نو پوهه شه چه دا مصيبت به د هغه د درجاتو د اوچتوالي باعث جوړيږي.

     الله پاك دِ مونږ ته هميشه په خپله رضا باندې د راضي اوسيدو توفيق راكړي او په مصيبتونو دِ د صبر او برداشت توفيق راكړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

امیرِ اهلسنّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه څومره ښكلي انداز كښې نصیحت كوي او د پوهه كولو كوشش كوي چه

تُو کمر بستہ رہا کر خدمتِ اسلام پر       راہِ مولیٰ میں جو آفت آئے اس پر صبر کر

د شعر مفهوم: يعني ته د اسلام د خدمت د پاره ملا اوتړه او د الله په لار كښې چه كوم مشكلات راشي په هغے صبر كوه.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

نعمتونه او نعمتونه!

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! دې كښې هيڅ شك نشته چه د الله تعالٰى نعمتونه بے انتها دي، د هغه د وركړو نعمتونو هيڅ شمير نه دے معلوم، كه څوك د هغه نعمتونه شميرل شروع كړي نو د هغه ژوند به ختم شي خو د نعمتونو شمير به پوره نه شي.

      د نن صبا دې ترقي يافته دَوَر كښې چه سائنس ډيره ترقي كړي ده، د كائنات ډير رازونه د سائنس په وجه ښكاره شوي دي، هره ورځ نوي نوي ايجادات او تحقيقات كيږي، د جديد ترينو آلاتو په مدد لكونه، كړونه، اربونه، كربونه بلكه د بيشميره څيزونو