Book Name:Allah Ki Nemton Ki Qadr Kijye

مونږ ته چه د الله تعالٰى كوم نعمتونه حاصل دي كه په هغے مونږه هر څومره شُكر ادا كړو كم دے، او كه يو نعمت زمونږ د لاسه لاړ شي نو د ګيلو قيصو كولو په ځائے د الله په رضا باندې صبر كول پكار دي او دا سوچ كول پكار دي چه ما ته خو الله تعالٰى نور هُم ډير ډير نعمتونه راكړي دي.

      زمونږه د اَسلافو [يعني بُزرګانو] دا حال وو چه كه د هغوئي د لاسه به يو نعمت لاړو، يا به پرې څه مشكلات او پريشاني راغله نو د الله تعالٰى نور نعمتونه به ئې يادول او ټول عُمر به ئې په هغے شُكر ادا كولو. راځئ چه په دې باره كښې څه حكايتونه واورو:

مصیبت كښې هم نعمت دے

)١( حضرتِ سَيِّدُنا عبدالعزيز بِن اَبِى رَواد رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه بيان كوي چه يو ځل ما د حضرتِ سَيِّدُنا محمد بِن واسِع رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه په لاس باندې يوه غټه دانه اوليدله نو زه پريشانه شوم، هغوئي چه زما په مخ باندې د پريشانئ اثراوليدو نو اوئې فرمائيل: آيا ته خبر ئې چه الله تعالٰى د دې دانے په وجه ما باندې څومره احسان كړے دے؟ زما په خاموشه پاتې كيدو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اُوفرمائيل: (شُكر دے چه) الله پاك دا زما د سترګې په ګاټي، زما په ژبه يا زما د پَردے په ځايونو نه ده راخيژولې، بلكه (زما په لاس ئې راخيژولي ده او دغسې ئې) زما د پاره آسانه كړي ده.  (حلیۃالاولیاء وطبقات الاصفیاء، ۲/۳۹۹)

د شُکر عظیم مثال

)٢( حضرتِ سَيِّدُنا وَهْب بِن مُنَبِّـه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو داسې سړي په خوا تيريدلو چه هغه د نابينا كيدو سره سره د بَرص [يعني برَګي] او جُذام په مرض كښې هُم اخته وو او دا ئې وئيل: د الله پاك په نعمتونو د هغه شُكر دے، سیِّدُنا وَهْب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره يو كس وو هغه