Book Name:Shan e Ameer e Muawiya
فرښته نۀ بلکې پيرے وو، د فرښتو سره اوسيدو، څوک؟ ابليس۔۔۔!! هغۀ اِنکار اوکړو، د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ مقابله کښې يـې تکبر اوکړو او د کافرانو نه شو۔
د حضرت کَعبُ الاَحبَار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيان دے چې * ابليس د 40 زرو کالو پورې د جَنَّت خزانچي وو * د 80 زره کالو پورې د فرښتو ملګرے وو * د 20 زرو کالو پورې يـې د فرښتو وعظ اوريدو * د 30 زرو کالو پورې د مقربينو سردار وو * د زرو کالو پورې د رُوحَانِيِّينو د سردارۍ پۀ منصب ناست وو * د 14 زرو کالو پورې يـې د عرش طواف کولو * پۀ وړومبي اسمان کښې د دۀ نوم عابِد * پۀ دويم اسمان کښې زاهِد * پۀ دريم اسمان کښې عارِف * پۀ څلورم اسمان کښې ولي * پۀ پينځم اسمان کښې تَقي * پۀ شپږم اسمان کښي خازِن * او پۀ اوؤم اسمان کښې عَزَازِيل وو۔ ([1]) بيا دې بد بخته تکبر اوکړو، د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام سپکاوے يـې اوکړو او د الله پاک پۀ نافرمانۍ کولو ابليس شو۔
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور اوکړئ چې د زرګونو کاله عبادت يو طرف ته او د نبي د سپکاوي والا ګناه بل طرف ته۔۔۔!! دې يوې نافرمانۍ د شيطان ټول عبادت ضائع کړو او دا د هميشه هميشه د پاره مردود شو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې يوه نافرمانۍ چې د شيطان کوم نقصان وشو، هغه خو هسې هم شوے دے، نور به د دې بد بخته څومره دردناک انجام وي، واورئ! حضرت کعبُ الاَحبار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کوم چې ډير د اوچتې مرتبې صحابي دے۔ هغوئي ته حافِظُ الْکِتَابَیْن (يعنې د قرآن او د تورات دواړو اسماني کتابونو عالِم) وئيلے کيږي۔ هغوئي فرمائي: کله چې