Book Name:Shan e Ameer e Muawiya
اَلۡـحَـمۡـدُ لـِلّٰـہِ رَبِّ الۡـعٰـلَـمِیۡنَ ؕ وَ الـصَّـلٰـوۃُ وَالـسَّـلَامُ عَـلٰی خَاتَمِ النَّبِیِّن ؕ
اَمَّـا بَــعۡـدُ فَـاَعُـوۡذُ بِـا لـلّٰـہِ مِـنَ الـشَّـیۡـطٰنِ الـرَّجِیۡمِ ؕبِـسۡمِ الـلّٰـہِ الـرَّحۡـمٰنِ الـرَّحِـیۡمِ ؕ
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)
وَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم: مَنْ صَلَّى عَلَيَّ بَلَغَتْنِي صَلَاتُهُ، وَصَلَّيْتُ عَلَيْهِ، وَكُتِبَتْ لَهُ سِوَى ذٰلِكَ عَشَرُ حَسَنَاتٍ
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: پۀ ما باندې د درود ويونکي درود ما ته رارسيږي او زۀ د هغۀ د پاره دُعا کووم، د دې نه علاوه د درود لوستونکي د پاره 10 نيکۍ هم ليکلے کيږي۔ ([1])
ہے کرم ہی کرم کہ سنتے ہیں آپ خوش ہو کے بار بار درود([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د درودِ پاک ډير زيات فضيلتونه دي خو د دې فضيلت شان ډير ځانګړے دے، کوم بنده چې درود شريف لولي، رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغۀ د پاره دعا کوي۔ واه! سُبْحٰنَ اللہ! تاسو ته معلومه ده چې د دې دُعا برکتونه څۀ دي؟ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُعا پۀ برکت بختونه ځليږي، دُنيا او اخرت ښۀ کيږي، آؤ! آؤ! د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا ده د کومې پۀ برکت چې سپوږمۍ دوه ټوټې کيږي، پريوتے نمر واپس راګرځي، د دې دُعا پۀ برکت مړي راژوندي کيږي، د زړونو ړاندۀ هدايت بيامومي او سُبْحٰنَ اللہ! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُعا هم څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! رَبِّ کريم فرمائي: