Book Name:Shan e Ameer e Muawiya
معلومه شوه چې تکبر پۀ زړۀ باندې د مُهر لګيدو وجه ده۔ ځکه ضروري دي چې اِنسان د تکبر نه هميشه ځان ساتي، د عاجزۍ نمونه جوړه شي، پۀ حديثِ پاک کښې دي: فَمَنْ تَوَاضَعَ لِلہِ رَفَعَہُ اللہُ يعنې څوک چې د الله پاک د پاره عاجزي کوي، الله پاک هغۀ ته اوچت والے عطا کوي۔ ([1])
مٹا دے اپنی ہستی کو اگر کچھ مرتبہ چاہے کہ دانہ خاک میں مل کر گلِ گلزار ہوتا ہے
روايت دے چې پۀ بني اسرائيلو کښې دوه کسان وو، يو ډير عبادت ګزار وو او بَل ډير ګنهګار وو۔ خلقو به عبادت ګزار ته عَابِدُ بَنِیْ اِسْرَائِیْل (يعنې د بني اسرائيلو عبادت ګزار) وئيلو او کوم چې ګنهګار وو، هغۀ ته به يـې خَلِیْعُ بَنِیْ اِسْرَائِیْل (يعنې د بني اسرائيلو لوفر او بے حيا اِنسان) وئيلو ۔ يو ځل دا ګنهګار د هٰغه عبادت ګزار پۀ خوا تيريدو نو اوئې کتل چې وريځو پۀ عبادت ګزار باندې سورے کړے دے۔ پۀ دې منظر ليدو ګنهګار سوچ اوکړو چې زۀ ډير ګنهګار يم۔۔۔!! او دا دومره لوئي عبادت ګزار دے! که زۀ د دۀ پۀ خوا کښې کښينم نو څۀ پته لګي چې د دې پۀ برکت الله پاک پۀ ما باندې هم رحم اوکړي۔ پۀ دې سوچ کولو هٰغه ګنهګار د هٰغه عبادت ګزار خوا له لاړو او کيناستو۔
هلته هٰغه عبادت ګزار (کوم چې کيدے شي چې د شيطاني چلونو او د باطني بيمارو عِلم نۀ لرلو)، هغۀ منفي سوچ اوکړو او پۀ زړۀ زړۀ کښې يـې ووئيل: چرته زما پۀ شان عبادت ګزار او چرته ستا پۀ شان ډير ګنهګار! دا زما سره څنګه کيناستے شي۔۔۔!! پۀ دې سوچ کولو هغۀ ډير پۀ سپکاوي سره هٰغه ګنهګار د ځان د خوا نه پاسولو۔ پۀ دې باندې الله پاک د هٰغه وخت نبي عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي وليږله او اوئې فرمائيل چې دې دواړو ته وفرمايه