Shan e Ameer e Muawiya

Book Name:Shan e Ameer e Muawiya

فرښتے به پۀ حيرانتيا سره د خاورو نۀ د دې جوړ شوې وجود خوا له تللې، دا به يـې ليدلو او د هغې ښکلا ته به حيرانيدلې، اِبليس (يعنې شيطان) کوم چې هٰغه وخت د فرښتو سره اوسيدو، دا هم يوه ورځ د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د خاورين وجود ليدلو د پاره راغلو او د هغې  نه يـې پۀ ګير چاپيره چکر وهلو  او اويې ووئيل: اے فرښتو! (دا دے هغه کوم چې الله پاک پۀ زمکه باندې خپل خليفه جوړ کړے دے)، تاسو دۀ ته حيرانې يـئ؟ دا خو د دننه نه يو خالي وجود دے، پۀ دۀ کښې ځائے پۀ ځائے سوري دي، دا خالي وجود به هيڅ اونکړے شي۔ بيا دې بد بخته ووئيل چې که دا خليفه جوړ کړے شو نو زۀ به هيڅکله د دۀ خلافت اونۀ منم۔ ([1])

دا ده د شيطان پټه سرکشي۔۔۔!! دې مردود باغي طبيعت لرلو، ځکه مونږ له پکار دي چې د دې باطني بيمارۍ نه هم ځان بچ کړو۔۔۔!! د بده مرغه نن سبا د سوشل ميډيا استعمال زيات شوے دے، مغربي سوچ او فِکر پۀ تيزۍ سره زمونږ پۀ معاشره کښې راننوتے دے، د کومې پۀ وجه چې زمونږه پۀ معاشره کښې او خاص طور پۀ ځلمي کُهل کښې باغي طبيعت پيدا کيږي، يو هٰغه وخت وو چې د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان به اخري ټکے ګڼلے کيدو خو اوس پۀ مسلمانانو کښې داسې خلق هم پيدا شوي دي کوم چې د الله او رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ فرمان باندې سوالونه کوي * اِسلام د نـمونځ حُکم ولې کړے دے؟ * سود ولې حرام کړے شوے دے؟ * پۀ روژه باندې څۀ کيږي؟ * پۀ زکوٰة او ټيکس کښې څۀ فرق دے؟ * زنانه ته پۀ ميراث کښې نيمه حصه ولې ورکړے کيږي؟ * د پردې حکم ولې ورکړے شوے دے؟ * بلکې څومره د افسوس خبره ده چې اوس پۀ يوه مسلمانه معاشره کښې ميري جسم ميري مرضي (زما وجود زما خوښه) نعره هم وهلے شي۔


 

 



[1]... تاریخ طبری، تاریخ ما قبل الہجرۃ، القول فی خلق آدم علیہ ، جلد:1، صفحہ:64 خلاصۃً۔