Shan e Ameer e Muawiya

Book Name:Shan e Ameer e Muawiya

وايم زۀ د دې نه بيزاره يم۔ بس هم پۀ دې الفاظوهغه مړ شو۔ حضرت فُضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل شاګرد پۀ بد انجام ډير خفه شو۔ 40 ورځې پۀ خپل کور کښې ناست وو او ژړل يـې۔ 40 ورځې پس حضرت فضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خوب کښې وليدو چې فرښتے هٰغه شاګرد دوزخ ته راښکاږي۔ حضرت فضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: پۀ کومه وجه ستا نه بخښنه واخستلے شوه؟ هغۀ جواب ورکړو: د دريو عيبونو پۀ وجه: (1): چغلي چې ما به خپلو ملګرو ته يو څۀ وئيل او تاسو ته به مې بل څۀ (2): حَسَد چې ما به د خپلو ملګرو سره حَسَد کولو (3): شراب څښل چې د يوې بيمارۍ پۀ وجه به مې د طبیب (Doctor) پۀ مشوره هر کال د شرابو يو ګلاس څښلو۔ ([1])

مجھے دیدے ایمان پر اِستقامت           پئے   سیِّدِ   مُحْتَشَم   یاالٰہی

خدایا بُرے خاتِمے سے بچانا               پڑھوں  کلمہ  جب  نکلے  دم  یاالٰہی

(2): تکبر

 دويمه باطني بيماري د کومې چې شيطان ښکار شو او د هميشه د پاره مردود شو، هغه تکبر دے۔ آؤ جي! هُم تکبر وو د څه پۀ وجه چې شيطان حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام ته سجده اونکړه او مردود شو۔ ([2]) پۀ قرآنِ کريم کښې دي: کله چې الله پاک د دۀ نه پوښتنه اوکړه چې اخِر تا حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام ته سجده ولې اونکړه نو دې بد بخته ښۀ بے باکه ووئيل:

اَنَا خَیْرٌ مِّنْهُۚ-خَلَقْتَنِیْ مِنْ نَّارٍ وَّ خَلَقْتَهٗ مِنْ طِیْنٍ(۱۲)(پارہ:8، سورۀ الاعراف:12)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زۀ د دۀ نه بهتر يم۔ تا زۀ د وور نه جوړ کړے يم او دے دې د خاورې نه جوړ کړے دے۔

اَللہُ اَکْبَر! د دې بد بخته جهالت ته وګورئ! وور د خاورې نه افضل نۀ وي خو دا بد بخته جاهله


 

 



[1]... منہاج العابدین، العقبۃ الخامسہ عقبۃ البواعث، اصول سلوک ...الخ، الاصل الثالث، صفحہ:324۔

[2]... تاریخ دمشق، حرف القاف، ذکر من اسمہ قابیل، جلد:49، صفحہ:40۔