Book Name:Shan e Ameer e Muawiya
کښې اساني پيدا کيږي * د موضوعاتو د پن پوائنټ کولو آپشن هم ورکړے شوے دے۔ تاسو هم دا ايپلي کيشن انسټال کړئ! پخپله ترينه هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ!
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
پۀ موزو باندې د مسح کولو طريقه
د يخنۍ موسم دے، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه ښکلي دِين مونږ له اساني راکړې ده چې پۀ موزو باندې يـې مسح جائز کړې ده۔ داسې موزې پۀ کومو باندې چې مسح کول جائز ده (يعنې هغه د څرمنې وي يا د بل څۀ پيړ څيز کوم ته چې اوبۀ دننه نۀ ځي، د ښپو ګيټۍ پکښې پټې وي)، صرف د اودس کولو پۀ وخت د داسې موزو لرې کول ضروري نۀ دي، د دې د پاسه مسح کولے شې، البته د غسل د پاره موزې ويستل او ښپې وينځل ضروري دې۔ پۀ موزو باندې د مسح کولو طريقه هم واورئ! د ښي لاس درې ګوتې د ښۍ ښپې پۀ شا باندې کيږدئ او د دريوګوتو برابر يـې د پنډو طرف راښکئ! دغه شان د ګڅ لاس درې ګوتې، د ګڅې ښپې پۀ شا باندې کيږدئ او د دريو ګوتو پورې يـې راښکئ! او سُنَّت دا دي چې د پنډو پورې لاړې شي۔ د مسحې د پاره د ګوتو لـمدول ضروري دي۔ د سر د مسحې کولو نه پس پۀ لاسونو پورې چې کوم لوند والے پاتې شي، هغه کافي نۀ دے، پۀ موزو باندې د مسح کولو د پاره به پۀ نوو اوبو بيا لاسونه لـمدول وي۔ ([1])
الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد