Book Name:Shan e Ameer e Muawiya
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه د وړومبۍ سپيارې، د سورۀ بقره د آيت: 34 د اوريدو سعادت حاصل کړو، پۀ دې آيت مبارک کښې د اِنسانانو د ابتداءد يوې اهمې واقعې ذِکر شوے دے، واقعه ډيره مشهوره ده: کله چې الله پاک حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پيدا کړو نو هغوئي ته يـې عِلمُ الاَسماء عطا کړل، بيا حکم وشو: اے آدمه! فرښتو ته د ټولو څيزونو نومونه بيان کړئ! حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د ټولو څيزونو نومونه بيان کړل۔ کله چې د فرښتو پۀ مخکښې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام عِلمي شان واضحه شو نو د هغې نه پس څۀ وشو؟
الله پاک فرمائي:
وَ اِذْ قُلْنَا (پارہ: 1، سورۀ البقرة: 34)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ياد کړه کله چې مونږ ووئيل۔
چا ته مو ووئيل؟
لِلْمَلٰٓىٕكَةِ(پارہ: 1، سورۀ البقرة: 34)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: فرښتو ته۔
څۀ مو ووئيل؟
اُسْجُدُوْا لِاٰدَمَ(پارہ: 1، سورۀ البقرة: 34)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آدم ته سجده اوکړئ۔
علمائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم فرمائي: دا حکم ټولو فرښتو ته وو او شيطان د کوم نوم چې هٰغه وخت عَزَازِيل وو، هغه هم ډير عبادت ګزار، نيک، پرهيزګاره وو، هغۀ پۀ خپل ځان کښې د فرښتو صفتونه پيدا کړي وو، ځکه به هغه هم د فرښتو سره اوسيدو او دا حکم د فرښتو سره سره شيطان ته هم شوے وو۔ ([1])
دلته يوه بله خبره ياده ساتئ چې سجده پۀ دوه قِسمه وي: (1): يوه د عبادت سجده ده يعنې څوک د عبادت لائق ګڼل او د عبادت پۀ توګه هغۀ ته سجده کول، دا خو هميشه